طالب ډلې په کابل کښې په بهرنیو ځواکونو د حملې ادعا وکړه
Oct 21, 2017 12:28 Asia/Kabul
طالب ډلې ادعا وکړه: په کابل کښې یې په بهرنیو ځواکونو باندې په حملې سره هغوی ته درانۀ سرتاوانونه رسولی دی
د طالب ډلې یو ویاند ذبیح ا... مجاهد زمونږ رېډیو ته په رالېږلی یو لنډ پېغام کښې ادعا وکړه چې نن سهار یې په کابل کښې د بهرنیو ځواکونو په قاطع قوماندانۍ او فوځی مرکز باندې حمله وکړه چې له کبله یې بهرنیو ځواکونو ته سخت سرتاوانونه رسولی دی.
طالب ویاند په دغه حمله کښې د بهرنیو ځواکونو د سرتاوانونو شمېر او یا پکښې د طالب ځواکونو سرتاوانونو ته څه اشاره ونه کړه.
او نه بهرنیو ځواکونو او نه افغان حکومتی سرچینو په دې اړه څه نه دی ویلی.
ټیګونه