طالب ډلې په کابل کښې په بهرنیو ځواکونو د حملې ادعا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i58400-طالب_ډلې_په_کابل_کښې_په_بهرنیو_ځواکونو_د_حملې_ادعا_وکړه
طالب ډلې ادعا وکړه: په کابل کښې یې په بهرنیو ځواکونو باندې په حملې سره هغوی ته درانۀ سرتاوانونه رسولی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2017 12:28 Asia/Kabul
  • طالب ډلې په کابل کښې په بهرنیو ځواکونو د حملې ادعا وکړه

طالب ډلې ادعا وکړه: په کابل کښې یې په بهرنیو ځواکونو باندې په حملې سره هغوی ته درانۀ سرتاوانونه رسولی دی

د طالب ډلې یو ویاند ذبیح ا... مجاهد زمونږ رېډیو ته په رالېږلی یو لنډ پېغام کښې ادعا وکړه چې نن سهار یې په کابل کښې د بهرنیو ځواکونو په قاطع قوماندانۍ او فوځی مرکز باندې حمله وکړه چې له کبله یې بهرنیو ځواکونو ته سخت سرتاوانونه رسولی دی.

طالب ویاند په دغه حمله کښې د بهرنیو ځواکونو د سرتاوانونو شمېر او یا پکښې د طالب ځواکونو سرتاوانونو ته څه اشاره ونه کړه.

او نه بهرنیو ځواکونو او نه افغان حکومتی سرچینو په دې اړه څه نه دی ویلی.