په کابل کښې دحقانی ډلې مهم غړی نیول شوی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i58508-په_کابل_کښې_دحقانی_ډلې_مهم_غړی_نیول_شوی_دی_.
زمونږخبریال وایی دافغانستان دملی امنیت ادارې(استخباراتو) وویل طالبانو ته اړونده د حقانی تکفیری ترهګرې ډلې یو(۱) غړی ملا سورګل چې په مولوی بشیر مشهور دی دامنیتی ځواکونو په حمله کښې نیول شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 24, 2017 13:12 Asia/Kabul
  • پکتیا ، پکتیکا او  خوست ولایتونه  دحقاني ترهګرې ډلې د فعالیتونو اصلي مرکزونه دي .
    پکتیا ، پکتیکا او خوست ولایتونه دحقاني ترهګرې ډلې د فعالیتونو اصلي مرکزونه دي .

زمونږخبریال وایی دافغانستان دملی امنیت ادارې(استخباراتو) وویل طالبانو ته اړونده د حقانی تکفیری ترهګرې ډلې یو(۱) غړی ملا سورګل چې په مولوی بشیر مشهور دی دامنیتی ځواکونو په حمله کښې نیول شوی دی .

مولوی بشیر دکابل ښار په څو مرګونو حملو ، دغه ښار ته د حمله کونکو په بیولو او  دپوځیانو او ملکی خلکو په وژلو کښې لاس لرلی دی .

دحقانی ترهګرې ډلې دغه نیول شوی غړی د افغانستان په لوګر ، ګردیز ، پکتیا او خوست ولایتونو کښې حملې اوعملیات کول .

د افغانستان په  جنوب ختیځ کښې پکتیا ، پکتیکا او  خوست ولایتونه  دحقانی ترهګرې ډلې د فعالیتونو اصلی مرکزونه دی .

حقانی ډله  دافغانستان دطالبانو دعملیاتو څانګه ده چې غړی یې دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې د حکومتی عسکرو او پولیسو پرضد ترټولو پیچلی ترهګر عملیات ترسره کوی .