دافغانستان عسکرو د حقانی ډلې یویشت غړی وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59737-دافغانستان_عسکرو_د_حقانی_ډلې_یویشت_غړی_وژلی
زمونږخبریال وایی دافغانستان د ملی امنیت ادارې دمطبوعاتو دفتر په وردک ولایت کښې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې د حقانی ترهګرې ډلې دپینځو(۵) قوماندانانو په شمول ددغه ډلې د یویشتو(۲۱) مهمو غړیو د وژل کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 24, 2017 04:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې هم په یوې بم چاودنې کښې اته(۸)کسان وژل شوي .
    د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې هم په یوې بم چاودنې کښې اته(۸)کسان وژل شوي .

زمونږخبریال وایی دافغانستان د ملی امنیت ادارې دمطبوعاتو دفتر په وردک ولایت کښې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې د حقانی ترهګرې ډلې دپینځو(۵) قوماندانانو په شمول ددغه ډلې د یویشتو(۲۱) مهمو غړیو د وژل کیدا خبر ورکړ .

دافغانستان دملی امنیت ادارې د مطبوعاتو  دفتر وویل قاری حمید الله ،قاری ندرت ، قاری نصرت ، مولوی غلام  او قاری حمزه د حقانی ترهګرۍ ډلې  هغه پینځه(۵)  قوماندان دی چې مړی یې په نورو یویشتو(۲۱) وژل شویو کسانو کښې لیدل کیږی .

دغه راز د حقانی ډلې یو(۱) مهم پټنځاې هم د پوځ په عملیاتو کښې له مینځه وړل شوی .

حقانی په افغانستان کښې په فعالو ترهګرو ډلو کښې ګڼل کیږی او په ختیځ  اوجنوب ختیځو سیمو کښې فعالیتونه کوی او تراوسه یې ډیرې خونړۍ ترهګرې حملې هم کړی دی .

بل خبر داچې د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې هم په یوې بم چاودنې کښې اته(۸)کسان وژل شوی .

دغه بم چاودنې د پولیسو دیوه ځایی قوماندان پرضد د خلکو د مظاهرې په وخت یوه ځان وژونکی کړی ده او اته(۸) کسان پکښې مړه او پینځلس(۱۵)نورکسان  ژوبل شوی  چې ماشومان هم پکښې شته .