کابل کښې چاودنې درې پولیس وژلي دي
د پلازمینې کابل د پولیسو د قومندې ویاند په دغه ښار کښې د یوې چاودنې خبر ورکړ.
بصیر مجاهد وویل: دغه چاودنه نن سهار د کابل ښار د مرکز په سنګ تراشي سیمه کښې وشوه چې پکښې لږترلږه درې پولیس وژل شوي او څو ملکیان زخمي شوي دي.
خبر زیاتوي چې چاودنه د پوځي ځواکونو د جلب او جذب د یو مرکز په خوا کښې د ایښودل شوي مقناطیسي بم په وسیله شوې ده.
د افغانستان د پلازمینې کابل د سنګ تراشي سیمې د بمي چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.
همداشان نن د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کښې د یو خصوصي (پرائیویټ ) ټیلیویژني چینل د ودانۍ ته څیرمه د څلورو چاودنو له امله دوه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ نور زخمي شول.
له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مطبوعاتي دفتر نن د یوې بیانیې په خپرولو سره په غور ولایت کښې د یو ځانمرګي بریدګر د نیول کیدو خبر ورکړی دی.