افغان پارلېمان: کابل حکومت دې له واشنګټن سره تعلقات معطل کړی
د افغانستان ولسی جرګې په یوې بیانیه کښې د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس په معرفی کولو کښې د امریکې د ولمششر د اقدام په غندلو سره له کابل حکومته وغوښتل چې له امریکې سره دې خپل تعلقات معطل کړی.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې افغان پارلېمان زیاته کړه، تر هغه وخته چې ټرمپ له خپلې فېصلې څخه لاس په سر نه شی کابل دې له واشنګټن سره خپل تعلقات د زوړند په حال کښې راولی.
افغان پارلېمان په دغه بیانیه کښې د بیت المقدس په هکله د ډونلډ ټرمپ وروستۍ فېصله د نړۍ د ټولو مسلمانانو سپکاوے وبلۀ.
د دغې خبرپاڼې له مخې د امریکې د ولسمشر دې پرېکړې د نړۍ د څه پاڅه دوه میلیارډه مسلمانانو احساسات خوږمن کړی دی.
زیاترو هېوادونو او نړیوالو ادارو تر اوسه د ټرمپ دغه اقدام غندلے دے.
د ایران اسلامی جمهوریت له هغو وړومبنیو هېوادونو څخه ؤ چې د امریکې د ولسمشر دغه اقدام یې په کلکه وغندۀ. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د زیارت په شپه په یوې بیانیه کښې تاکید وکړ چې د ټرمپ دغه اقدام د نړیوالو پرېکړلیکونو څرګنده خلاف ورزی ده.