افغان ښځیه فوځی افسرانې په هند کښې روزل کیږی
Dec 14, 2017 16:29 Asia/Kabul
د افغانستان ښځینه فوځی افسرانې د هند د تامل ناډو صوبې په چنای ښار کښې د فوځی روزنې په حال کښې دی.
د اېرنا د رپوټ له مخې دغه افغان ښځینه افسرانې د هند د چنای ښار په فوځی اډو کښې په کمپیوټر کښې د وسلو له ډزو نه واخلې تر فوځی عملیاتو پورې زدکړې حاصلوی.
دغه شل کسیزه ډله د افغانستان وړومبنۍ ښځینه فوځې افسرانې دی چې د هند د فوځی زدکړو په پروګرامونو کښې ګډون کوی.
ویل کیږی دغه پروګرامونه د افغانستان په فوځ کښې د دغه هېواد د حکومت د پلان یوه برخه ده.
افغان حکومت اعلان کړے دے چې غواړی د دغه هېواد په فوځ کښې د ښځو ونډه له اوسنیو دریو فیصدو نه لسو فیصدو پورې زیاته کړی.
په همدې لړ کښې څلور زره افغان سړی فوځیان هم د هند په دفاعی او د پولیسو په ادارو کښې د روزنې په حال کښې دی.
ټیګونه