د طالبانوځپل او د داعش پیاوړتیا ولې ؟؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i61475-د_طالبانوځپل_او_د_داعش_پیاوړتیا_ولې
په افغانستان کی جنګ د ترهه ګرۍ پرضد ندې بلکې د یوې خاصې پرګنې پرضد دوام لری چی امریکا یې د خپلو ګټو پرضد بولی او په دې مینځ کی ملکیان هم د امریکایانو په ړندو بمباریو کې وژل کیږی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2017 09:47 Asia/Kabul
  • د طالبانوځپل او د داعش پیاوړتیا ولې ؟؟

په افغانستان کی جنګ د ترهه ګرۍ پرضد ندې بلکې د یوې خاصې پرګنې پرضد دوام لری چی امریکا یې د خپلو ګټو پرضد بولی او په دې مینځ کی ملکیان هم د امریکایانو په ړندو بمباریو کې وژل کیږی

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان د ولسی جرګې ځینو غړیو  په وروستیو کې د داعش  له ترهه ګرې ډلګۍ په ملاتړ کې د طالبانو پرضد د امریکایی عسکرو په هوایی حملو اندیښنه څرګنده کړی ده . د ولسی جرګې استازیو عبد الرحیم ایوبی ، محمود سلمانخیل او حاجی ظاهر قدیر چی د پارلیمان په څرګنده غونډه کی یې وینا وې کولې ، جوته کړه داسې اسناد او شواهد لری چی ښئ د طالبانو د ځپلو او د داعش د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې روانې دی ، دوی په وینا په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د هوایی حملو په نتیجه کې طالبانو ته درنده تلفات اوښتی دی  او داعش په پاکو شویو سیمو کې بیا سر اوچت کړی دی او ځای پر ځای شوی دی . همداراز له اورزګان ، زابل او جوزجان ولایتونو رارسیدلی راپورونه د دې ښودنه کوی چی  د داعش له جنګیالیو سره د هغو کورنۍ هم  راغلی او په دغو سیمو کې ځای پر ځای شوی دی . 

مونږه په دې اړه د ټیلی فون په لیکه د افغانستان د ولسی جرګې  د یوه غړی انجنیر صاحب خان نظر وپوښته چی هغه د طالبانو د ځپلو او د داعش د پیاوړی کولو د موضوع د تایدولو په ترڅ کې وویل دا یو حقیقت دی افغانستان لپاره د امریکا له نوی سټراتیجۍ وروسته  د امریکایانو هوایی بمبارۍ زیاتې شوی دی  او دا هوایی حملې  زیاتره د طالبانو پر خلاف شوی دی . صاحب خان وایی چی په افغانستان کی جنګ د ترهه ګرۍ پرضد ندې بلکې د یوې خاصې پرګنې پرضد دوام لری چی  امریکا یې د خپلو ګټو پرضد بولی  او په دې مینځ کی ملکیان هم د امریکایانو په ړندو بمباریو کې وژل کیږی  . د افغانستان د پارلیمان دغه فعال غړی همداراز  په افغانستان کې دداعش ډلې د نفوذ پراختیا په اشارې سره  زیاته کړه  باید دا موضوع وجاجول شی چی د داعش غړی چی په سوریه او عراق کې یې ماته خوړلی ده ، د کومو کسانو او هیوادونو په  مرسته  افغانستان ته انتقالیږی ؟ انجنیر صاحب خان چی په ولسی جرګه کی د لوګر د خلکو استازې دې ،  همداراز جوتوی چی څه موده مخکې د دریو ښځو او پینځو ماشومانو په شمول د داعش ۱۱ کسان چی چیچنیا وال دی ، د لوګر ولایت په ارزه ولسوالۍ کې د خلکو په وسیله نیول شوی  او د افغانستان امنیتی عسکرو ته سپارل شوی وو . ده همداراز د افغانستان لپاره د امریکا د  هغې ستراتیجۍ په اړه  چی پاکستان پکې د افغانستان د جنګ د دوام عامل معرفی شوی وو ،  هم وویل امریکا په تیرو ۱۷ کلونو کې تل د پاکستان په وړاندې دوه ګوڼې سیاست اعمال کړی دی ، هیڅ وخت یې په دغه هیواد جدی دباو ندې اچولې ،  او دغه دوه ګونی سیاست دا شکونه  رامینځته کړی دی چی دا په حقیقت کې امریکا  ده چی نه غواړی  د افغانستان جنګ ختم شی  .

خو د افغانستان د لیکوالانو اتحادیې مشر احمد ضیا رحیم زی چی مونږ سره یې ټیلی فونی خبرې کولې ، د طالبانو د ځپلو او د داعش د پیاوړی کولو د موضوع په ارتباط وویل  دا یوازې د افغانستان د ولسی جرګی استازی ندی چی د طالبانو د ځپلو او د داعش د پیاوړتیا خبره کوی ، بلکې د ننګرهار ولایت د بیلا بیلو ولسوالیو خلک  د عینی شاهدانو په توګه د دې چارې ګواه دی او وایی  په هغو جنګونو کې چی داعشیانو او طالبانو ترمینځ کیږی  ، د امریکا او افغان عسکرو لخوا په هوایی حملو کې طالبان په نښه کیږی  او طالبانو په وسیله  له داعشیانو د سیمو د پاکولو مخنیوې کیږی . ښاغلی رحیم زی همداراز د افغان پایلوټانو له  قوله وویل  افغان  پایلیټان د ناپیژاندو الوتکو په وسیله داعش ته  په  مرستې رسولو اعتراف  کوی . هغه زیاته کړه چی کله افغان پایلوټانو دغه الوتکی تعقیب کړی ، نو امریکایی عسکرو لخوا منع شول . ښاغلی رحیم زی له عراق  او سوریې د داعشیانو د انتقالولو په اړه هم جوته کړه افغانستان یو بې څښتنه هیواد دې  او هر څوک راځی په خپله ګټه ترې  استفاده کوی . ده وویل په عراق  او سوریه کې ماته خوړلی داعشیان په ډیره اساني سره افغانستان ته انتقالیږی  ، هیڅوک هم نشته چی مخه یې ونیسی . ده زیاته کړه داسې ښکاری چی د افغانستان وضعیت د نور خرابیدو په لور روان دې .

 

عاشق حسین طوری