له هنده د پخوانی افغان ولسمشر غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i61499-له_هنده_د_پخوانی_افغان_ولسمشر_غوښتنه
پخوانی افغان ولسمشر د هند د وزیراعظم لخوا په افغانستان کښې د امریکې د سیاستونو تر پوښتنې لاندې راوستلو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2017 16:20 Asia/Kabul
  • له هنده د پخوانی افغان ولسمشر غوښتنه

پخوانی افغان ولسمشر د هند د وزیراعظم لخوا په افغانستان کښې د امریکې د سیاستونو تر پوښتنې لاندې راوستلو غوښتنه وکړه.

د اېرنا د رپوټ له مخې حامد کرزی د هند په پائېتخت نوی ډیلی کښې د دغه هېواد له وزیراعظم نرېندرا مودی سره په کتنه کښې له هغه وغوښتل چې د افغانستان په وړاندې د امریکې په سیاستونو دې نیوکه وکړی.

کرزی همدارنګ وویل: په تېرو شپاړسو کلونو کښې امریکې په ځلونو د پاکستان په خاوره کښې د وسله والو کسانو او ترهه ګرو د اډو په اړه خبره کړې ده خو په عمل کښې یې د هغو د نابودۍ لپاره هیڅ کار نه دے کړے.

په افغانستان کښې د امریکې د نوی سیاست له مخې واشنګټن پکار دی له طالب، القاعدې، داعش او نورو ترهه ګرو ډلو سره په مبارزه کښې، د افغان حکومت د مضبوطولو او په دغه هېواد کښې د ترهه ګرۍ د امن ځایونو له ستنېدو څخه د مخنیوی لپاره له افغان حکومت او امنیتی ځواکونو څخه خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړی.

ډونلډ ټرمپ همدارنګ په افغانستان کښې د هند د لا زیات رول غوښتنه کړې وه.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان میلادی کال د اګست په میاشت کښې د افغانستان په اړه خپل نوے سیاست اعلان کړ خو هغه تراوسه په دې باره کښې په خپلو وعدو عمل نه دے کړے.