کابل بیا چاودنې ولړزوۀ، یو شمېر مړۀ او ژوبل
د معلوماتو له مخې، نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د عبدالحق څلور لارې ته څېرمه د ملی امنیت د څلوېښتم ریاست په دروازه کې چاودنه شوې، چې د دغې ریاست کارمندانواو عامه خلقو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په کابل کښې د افغانستان له ملی امنیت ادارې سره د متعلقې ودانۍ په نزدیو کښې د چاودنې له امله شپږ تنه مړۀ او یو شمېر نور ژوبل شول.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وایی، بریدګر پلی و او په ځان پورې تړلیو چاودېدونکو توکو ته یې د تلاشۍ په لومړۍ دروازه کې چاودنه ورکړې ده.
د کابل د صحت عامې روغتیایی چارواکی وایی، تر دې دمه د پېښې له ځای څخه د شپږو تنو جسدونه او یو تن ټپی وروړل شوی دی.
چاودنه په هغه سیمه کې شوې، چې د امنیت له کبله ډېر ه حساسه او یو شمېر امنیتی ادارې هم شتون لری.ځینو سرچینو ویلی، په چاودنه کې ملکی کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
له بلي خوا د پرېس ټي وي د رپوټ له مخې داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه واخېسته.
په تېرو څو میاشتو کښې کابل د څو چاودنو کتونکې ؤ چې په سلګونو تته پکښې مړۀ او ژوبل شوی دی او په عامه توګه داعش ترهه ګرې ډلې او همدارنګ طالب ډلې د دغو حملو ذمه واری په غاړه اخېستې ده.