په کابل کښې چاودنه، د هند د سفارت ځینې برخې ویجاړې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i63509-په_کابل_کښې_چاودنه_د_هند_د_سفارت_ځینې_برخې_ویجاړې_شوې
د کابل وزیر اکبر خان ډېپلومېټ مېشته سیمه کښې د چاودنې له امله د هند د سفارت ځینې برخې ړنګې شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2018 08:29 Asia/Kabul
  • په کابل کښې چاودنه، د هند د سفارت ځینې برخې ویجاړې شوې

د کابل وزیر اکبر خان ډېپلومېټ مېشته سیمه کښې د چاودنې له امله د هند د سفارت ځینې برخې ړنګې شوې.

د آوا خبری اژانس د رپوټ له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل: د کابل په ډېپلومېټ مېشته سیمه کښې د بېګانۍ چاودنې له امله د دغه هېواد د سفارت ځینې برخې ورانې شوې خو کارکونکو ته یې زیان نه دے رسېدلے.

د هند خارجه وزارت ویاند روېش کمار د دغې چاودنې هدف په کابل کښې د دغه هېواد سفارت وبلۀ.

له دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کښې د کېنېډا د سفارت په نزدیو کښې د یو راکټ د لګېدو خبر ورکړے ؤ.

دغه چاودنه په داسې حال کښې رامنځته شوه چې د ملګرو ملتو د امنیت د شورا یو پلاوے د افغانستان د حالاتو د جاجونې لپاره په کابل کښې دے.