د ایران دسلواغې د لومړۍ نیټې مطبوعات
په ملګرو ملتو کی د امریکا او پاکستان د استازیو ترمینځ لفظی شخړه شوی ده .
جمهوری اسلامی ورځپاڼه
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی وویل برجام د ایران او اروپا د پراخې ملګرتیا لپاره یوه پیاوړی ستنه ده .
جرمنی ، عربستان او اماراتو ته د وسلو صادرات بند کړل خو انګلستان او امریکا هماغه عربستان ته وسلې صادروی .
د ملګرو ملتو د بلشری حقوقو څارونکی اداره وایی د بحرین باچاهی رژیم یو ځپونکې رژیم دې .
د الجزایر لومړی وزیر ویلی دی مراکش د افریقا په شمال کی د نشه ایزو موادو د پراختیا سرچینه ده .
میانمار د روهینګیایی کډوالو د ستنیدا لپاره چمتو کیږی .
په ملګرو ملتو کی د امریکا او پاکستان د استازیو ترمینځ لفظی شخړه شوی ده .
د اور او غوسه کتاب لیکوال مایکل وولف وایی چی ټرمپ په سپنې ماڼۍ کې له یوې ښځې سره ناروا اړیکی لری .
د صیهونیست رژیم په جیل کی یو بل فلسطینې شهید شو .
یو اسراییلې خبریال وایی چی موساد تراوسه لږ تر لږه درې زره کسان ترور کړی دی . د جرمنی دېر شپیګل اونیزې د اسرائیلی جرنلېسټ ورنن برګمن په نقل سره ولیکل: د تحقیقاتو نتائج ښودنه کوی چې د موساد په لاسو په مجموعی توګه لږ تر لږه درې زره تنه قتل شوی دی چې په هغوی کښې له هغو کسانو نه علاوه چې د قتل هدف وو زیاتره بې ګناه کسان هم شتون لرۀ چې د عملیاتو په وخت هغه ځاے کښې موجود وو.
د برګمېن د وېنا له مخې د فلسطین د دویمې انتفاضې په دوران کښې داسې ورځې وې چې هره ورځ به له څلورو نه تر پینځو تنو پورې چې په عامه توګه د فلسطین د اسلامی مقاومت د غورځنګ حماس غړی وو د هدفمن قتل حکم صادرېدۀ.
دغه صهیونېسټی جرنلېسټ واضحه کړه چې په خپلو تحقیقاتو کښې یې د موساد له شپږو تنو مشرانو او د ایهودا باراک، ایهود اولمرټ او بنیامنین نیتن یاهو په شمول د دغه رژیم له شپږو تنو وزیراعظمانو او نورو لسګونو کسانو سره مرکې کړې دی.
د موساد مشر یوسی کوهن هم په دې وروستیو کښې اعتراف وکړ چې موساد هر کال په زرګونو عملیات ترسره کوی چې ځینې پکې پېچلی او د مختلفو هېوادونو په مرکزونو کښې دی.
د صهیونېسټ رژیم جاسوی ادارې په وروستیو دېرشو کلونو کښې د نړۍ په یولسو هېوادونو کښې په څوارلسو عملیاتو کښې لږ تر لږه شپاړس فسطینی او عربی مشران قتل کړی دی او د ایران د اېټمی سائېنسدانانو په وژله کښې یې هم رول لرلے دے.
اطلاعات ورځپاڼه
د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر روحانی ویلی دی ایران د خپلواکه ملتونو پرضد له ظالمانه بایکاټونو سره مخالف دې .ښاغلی روحانی همداراز ویلی دی دامریکا حکومت د جامعې ایټمی موافقې په وړاندې محاسباتی غلطی کړې او که له دغې نړیوالې موافقې ووځی ، نو متوجه به شی چې له سیاسی پلوه ئې ډیر تیروتی کار کړی دی .
ډاکټر روحانی په تهران کې د پولینډ له نوی سفیر یاروسلاؤ مارچین ډومانسکی سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې نن سبا د یو دوو هیوادونو په ستثناء سره درسته نړیواله ټولنه دجامعې ایټمی موافقې تر شا ولاړه ده ووئیل ؛ تر څو چې د جامعې ایټمی موافقې لوری خپلو ژمنو ته پابند وی ،تهران به هم پخبلو ژمنتیاؤ عمل و کړی .
ډاکټر روحانی زیاته کړې ، ا یران باؤری دی ، د دغې نړیوالې موافقې پیاوړتی ، د ډپیلوماسۍ له لارې د مسئلو دحل لپاره نړیوالې ټولنې ته د امید ورکول او د دغې رغنده او کاری موافقې هرډول کمزوری کول ئې ډیپلوماټیکو اقداماتو ته د تاوان د رسولو په معنا دی .
داسلامی ایران ولسمشر په اروپائی اتحادئې کې د پولینډ ځایګی او همداراز هغه رول ته په اشارې سره چې په راتلونکو میاشتو کې به ئې دملګروملتو دا منیت شورا دغیر دایمی غړی په ت وګه په غاړه ولری ، روښانه کړې ؛ جامعې ایټمی موافقې ته پابند پاتیکیدل دایران او اروپائی اتحادئې ترمینځ د لاپراخو ملګرتیاؤ ډټینګولو او په سیمې اونړۍ کې د سولې اوامنیت دتامینولو لپاره ډیره پیاوړی اډانۍ کیدلی شی .
حسن روحانی دتهران او وارسا ترمینځ داړیکو په پراختیا په ټینګار سره وئیلی دی ، دبانکی آسانتیاؤ په زیاتولو سره له موجوده ظرفیّتونو څخه د دوو ملتونو په ګټه استفاده کیدلی شی .
دپولینډ نوی سفیر یاروسلاؤ مارچین ډومانسکی هم په دغې کتنې کې دتهران اووارسا مخکینیو اړیکو ته په اشارې سره ووئیل ، پولینډ د دوستۍ اواعتماد په اساس د دواړو هیوادنوو داړیکو ساتل او پیاوړی کول غواړی . په ایران کې دپولینډ نوی سفیر ددې خبرې په کولو سره چې وارسا تل دجامعې ایټمی موافقې ملاتړ کړی ، او دا ئې په سیمې کې د سولې اوثبات په زمینې کې غوره اقدام بللی ، ووئېل ؛ پولینډ به دجامعې ایټمی موافقې دتل پاتیکیدو لپاره بشپړ هڅه وکړی .
د عراق لومړی وزیر العبادی ویلی دی چی په عراق کی د وحدت د رامینځته کولو لپاره د ایت ا... العظمی سیستانی قدرونه کوو .
د ایران د خارجه وزیر لوړ رتبه مرستیال حسین جابری انصاری او د سوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر خاص استازی الېګزېنډر لاورنتیف د سوریې د ملی خبرو اترواو پروګرامونو اجرائی کنګرې د ترتیباتو په باره کښې چې د جنورۍ په نهویشتمه او دېرشمه نېټه په سوچی کښې جوړیږی د نظر تبادله وکړه.
دسوریې دبهرنیو چارو وزارت بیګا په شمال کښې په عفرین ښار د ترکیې یرغل په کلکه وغاند او ډاګینه یې کړه د انقرې دغه اقدام د سوریې د ملی واکمنۍ خلاف ورزۍ ده
کیهان ورځپاڼه
د بودجې پرسر د دیموکراتانو او جمهوری غواړو اختلافاتو د امریکا دولت چټی کړ .
د سوریې پوځ د لسکونو تکفیری ترهه ګرو په وژلو سره د ادلب هوایی ډګر بیرته واخیسته .
د امریکا د خارجه وزارت یوه پخوانی چارواکی ریچرډ نفیو وویل د ایران د ایټمی موافقې په هکله د ټرمپ غوښتنې نامناسبې دی .
د قطر تښتول شوی شاهزاده په اماراتو کی د مرګ له خطر سره مخامخ دی .
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی ال سعودو رژیم اردن ته د ۳ میلیارډ ډالرو په رشوت سره د یمن ته د دغه هیواد د ورکش ویلو نیت درلود .
د بشری حقوقو څاورنکی اداره وایی چی د بحرین رژیم یو ځپونکی رژیم دی .
د ټرمپ په لاسلیک سره د امریکایی ښاریزو د خبرو اوریدل تر نورو ۶ کلونو پورې تمدید شول .
په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت د استازی مرستیال اسحاق ال حبیب وویل په افغانستان او اصولا په سیمه هرډول یرغل نه یوازې د امنیتی حالت د ښه کیدا سبب نه دی شوی بلکې امنیت یې کمزوری کړی هم دی . هغه په افغانستان او مرکزی اسیا کښې سیمه ایزه ملګرتیا او د امنیت او پراختیا ترمینځ د پیوند په نوم سره د ملګروملتونو دامنیت شورا په ځانګړی غونډې کښې د امنیت او د پراختیا ترمینځ په اړیکې ټینګار سره وویل د ایران له نظره افغانستان باید د سیالۍلپاره نه بلکې د نړیوالې ملګرتیا لپاره په یوه ځاې بدل شی او دسیمې ټول هیوادونه او نړیواله ټولنه له دغه فرصته استفاده وکړی .
اسحاق ال حبیب ډاګینه کړه ټول هیوادونه د بیخ بنایانو ، پانګونې ، ټرانسپورټ ، ټرانزیټ ، صلحې او دامنیت په شان په بیلابیلو زمینو کښې دخپلو اقتصادی ملګرتیاو په زیاتولو سره په افغانستان کښې صلح او امنیت پیاوړی کړی او له دغو چارو ګټه پورته کړی .
په ملګروملتونو کښې دایران د استازی مرستیال اسحق ال حبیب جوته کړه په ننۍ نړۍ کښې صلح ، امنیت او پراختیا یوازې دیوه هیواد په سرحدونو پورې نشو محدود کولای او دغه چاره یوازې په سیمه ایزو او هراړخیزه چوکاټونو کښې لاس ته راځی .
هغه جوته کړه له افغانستان سره داقتصادی ملګرتیاو پیاوړتیا له ترهګرۍ سره له نړیوالې مبارزې سره هم مرسته کوی ځکه چې د ترهګرو او سرزورو ډلو لپاره دنویو کسانو د جذبولو زمینې کمزوری کوی .
په ملګروملتونو کښې د ایران داستازی مرستیال اسحق ال حبیب په دې خبرې سره چې ایران دهمدې مقصد لپاره په تیرو لسوکلونو کښې تل په سیمه کښې دامنیت او دصلحې د ټینګیدا لپاره دیوې زمینې په توګه له افغانستان سره د ملګرتیا په پیاوړتیا ټینګار کړی دی وویل ایران په تیرو لسو کلونو کښې په افغانستان کښې په کابو پینځه سوه میلیونه ډالرو سره څه دپاسه درې سوه سترې او کوچنۍ عمرانی او بیخ بنایی پروژې اجرا کړی دی .