طالبانو ته د افغان ولسمشر خبردارے
افغان ولسمشر طالب ډلې ته د خبرداری په ورکولو سره وویل: کابل به د دغه هېواد په مختلفو سیمو کښې د ترهه ګریزو حملو د دوام په خاطر له دغې ډلې څخه انتقام واخلی.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې محمد اشرف غنی نن په کابل کښې د انډونېشیا له ولسمشر جوکو وېډوډو سره په ګډ اخباری کانفرنس کښې په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کښې د طالب ډلې د وروستیو ترهه ګریزو حملو په ردعمل کښې وویل له دغې ډلې څخه به د افغان ولس انتقام سخت او پرېکنده وی.
اشرف غنی وویل، طالب ډلې په کابل او نورو سیمو کښې د وروستیو حملو په کولو سره ثابته کړه چې د خپلو بهرنیو بادارانو په حکم عمل کوی.
افغان ولسمشر څرګنده کړه،له نړیوالې ټولنې څخه د کابل د حکومت غوښتنه دا ده چې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ څخه د ځینو هېوادونو د ملاتړ مخنیوے وکړی او د دغو هېوادونو د دغه جرم د دوام په صورت کښې پکار دی هغوی ګوښې ته کړې شی.
اشرف غنی همدارنګ له ترهه ګرۍ او تندلاریتوب سره د مقابلې لپاره د اسلامی نړۍ د عالمانو د اجماع په اړه د انډونشیا د ولسمشر د تجویز هرکلے وکړ.د انډونېشیا ولسمشر هم له اشرف غنی سره په دغه ناسته کښې وویل: انډونېشیا به په افغانستان کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت لپاره د دغه هېواد له حکومت او خلقو سره ملګرتیا وکړی.