د کابل د بم اېښودل شوي اېمبولېنس لارښونکے کس ونیول شو
Jan 30, 2018 10:49 Asia/Kabul
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د چاودنې ځاے ته د کابل د ښار د پم اېښودل شوی اېمبولېنس د لارښونکی کس د نیولو خبر ورکړ.
د افغان غږ خبری اژانس د رپوټ له مخې ویس احمد برمک پرون وویل: نیول شوی کس د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د پخوانۍ ودانۍ په وړندې د کابل ښار د رنګ شوی اېمبولېنس په چاودنه کښې یو مهم رول لرۀ.
د تېر خالی په ورځ د افغانستان په پائېتخت کابل کښې د بم اېښودل شوی اېمبولېنس د چاودېدو له امله له سلو نه زیات کسان ووژل شول او تر دوه سوو پورې نور ژوبل شول.
طالب ډلې د دغې چاودنې ذمه واری په غاړه اخېستې ده.
ټیګونه