د کابل د بم اېښودل شوي اېمبولېنس لارښونکے کس ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64513-د_کابل_د_بم_اېښودل_شوي_اېمبولېنس_لارښونکے_کس_ونیول_شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د چاودنې ځاے ته د کابل د ښار د پم اېښودل شوی اېمبولېنس د لارښونکی کس د نیولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2018 10:49 Asia/Kabul
  • د کابل د بم اېښودل شوي اېمبولېنس لارښونکے کس ونیول شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د چاودنې ځاے ته د کابل د ښار د پم اېښودل شوی اېمبولېنس د لارښونکی کس د نیولو خبر ورکړ.

د افغان غږ  خبری اژانس د رپوټ له مخې ویس احمد برمک پرون وویل: نیول شوی کس د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د پخوانۍ ودانۍ په وړندې د کابل ښار د رنګ شوی اېمبولېنس په چاودنه کښې یو مهم رول لرۀ.

د تېر خالی په ورځ د افغانستان په پائېتخت کابل کښې د بم اېښودل شوی اېمبولېنس د چاودېدو له امله له سلو نه زیات کسان ووژل شول او تر دوه سوو پورې نور ژوبل شول.

طالب ډلې د دغې چاودنې ذمه واری په غاړه اخېستې ده.