خبریالانو ته د ځان ساتنی زده کړې ورکړې کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64961-خبریالانو_ته_د_ځان_ساتنی_زده_کړې_ورکړې_کیږی
په ارزګان کی د وړمبی ځل د پاره د دې ولایت خبریالانو ته د ځان ساتنی درې ورځنے ورکشاپ چوړ شو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 05, 2018 17:01 Asia/Kabul
  • خبریالانو ته د ځان ساتنی زده کړې ورکړې کیږی

په ارزګان کی د وړمبی ځل د پاره د دې ولایت خبریالانو ته د ځان ساتنی درې ورځنے ورکشاپ چوړ شو .

یاد ورکشاپ د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې له لوری د نسل نوین موسسې په مالی لګښت د دریو ورځو د پاره اتلسو تنو خبریالانو ته د تربیت ورکولو لپاره شروع شو ، چی په ترڅ کی به یې د دندی په مهال د ځان ژغورنی او د نورو سره د مرستی مسلکی چلونه ور وښودل شوی .

په جنوب کی د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې سیمه ایز مشر احمد لودین وایې ، چی ارزګان یو جنګ ځپلے ولایت دے او خبریالانو ډیر وختونه د جګړې په وړومبۍ کرښه کی رپوټونه جوړوی نو اړینه ده ، چی د داسی سیمو خبریالانو ته دا ډول ورکشاپونه جوړ کړې شی .

د ارزګان خبریالان هم دا ورکشاپ د دوی دپاره ډیر اړین بولی ا و تمه ښیی چی په دې سره به د خبریالانو په وړاندی د تاوتریخوالی پیښی را کمی ښی .

کمېټه وایې ، چی د ورکشاپ په آخر کی به یادو خبریالانو ته د ابتدائی طبی مرستو بکسونه هم ورکول کیږی .دا ډول ورکشاپونه د جنوب په نورو ولایتونو کی هم سوی دی خو ارزګانی خبریالانو ته په لمړی ځل دا ډول ورکشاپ دایریږی او همداسی به دوام وکړی .