په افغانستان کښې د لسګونو ترهه ګرو وژله
په افغانستان کښې د څلور دېرش داعش تکفیری- صهیونېسټی عناصرو په شمول په لسګونو ترهه ګر ووژل شول.
له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل، په ننگرهار، کنر، لغمان ، غزنی ، لوگر ، قندهار، ارزگان ،زابل ، فاریاب ، بغلان ، تخار، جوزجان ، نیمروز او هلمند ولایتونو کښې په تېرو څلوریشتو ګېنټو کښې د افغان امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې نهه شپېتۀ ترهه ګر ووژل شول او نهه څلوېښت نور هم ژوبل شول.
د داعش د یو سرغنه په شمول پینځه ترهه ګر داعشیان په ننګرهار ولایت کښې او درې دېرش طالب ځواکونه د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کښې د افغان ځواکونو په عملیاتو کښې مړه شول.
د افغانستان په شمال کښې امنیتی چارواکو هم اعلان وکړ چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کښې د داعش ترهه ګرې ډلې په سنګرونو باندې د فوځ په هوائی حملو کښې د ازبکستان د څلورو ښاریزو په شمول اتویشت تنه داعشی ترهه ګر په هلاکت ورسېدل.
د یو بل خبر له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل، افغان امنیتی ځواکونو د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کښې د یوې ترهه ګریزې حملې مخنیوے وشو.
دغه وزارت د دغې احتمالی ترهه ګریزې حملې نور تفصیلات نه دی بیان کړی.