دافغانستان د صلحې پروسه صداقت نلری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i65593-دافغانستان_د_صلحې_پروسه_صداقت_نلری
زمونږ خبریال وایی دافغانستان د طالبانو د ملا محمد رسول څانګې شورا د هیواد د صلحې پروسه صداقت نه لرونکی وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2018 11:46 Asia/Kabul
  • واشنګټن په افغانستان کښې دصلحې غوښنونکی نه دی او د هیواد خلک باید دامریکا د صلحې په شعار ونه غولیږي .
    واشنګټن په افغانستان کښې دصلحې غوښنونکی نه دی او د هیواد خلک باید دامریکا د صلحې په شعار ونه غولیږي .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان د طالبانو د ملا محمد رسول څانګې شورا د هیواد د صلحې پروسه صداقت نه لرونکی وبلله .

د افغانستان د طالبانو د ملا محمد رسول څانګې شورا  په یوې(۱) بیانیې کښې چې ددغه شورا دمرکزی غړی مولوی عبدالرحمان نیازی لخوا ولوستل شوه د افغانستان دصلحې پروسې ته په اشارې سره ویلی دی دکابل حکومت تل دصلحې شعار ورکوی خو عملا په هیواد کښې دصلحې غوښتونکی نه دی  او نیواکګره امریکا هم په دې پلمې سره خلکو ته دوکه ورکوی .

د افغانستان د طالبانو د ملا محمد رسول څانګې شورا زیاتوی امریکا له هیواد څخه د وتلو اراده نلری او د اسیا له بام څخه د اسیا نورو هیوادونو ته ګواښ کوی او واشنګټن په افغانستان کښې دصلحې غوښنونکی نه دی او د هیواد خلک باید دامریکا د صلحې په شعار ونه غولیږی .