اشرف غني د افغانستان د خپلواکۍ او آزادۍ په ساتلو ټینګار وکړ
د افغانستان ولسمشر د پردیو د دسیسو په وړاندې د خپل هیواد د خپلواکۍ، آزادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې ټینګار وکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې محمد اشرف غني نن له خپل هیواده د شوروي پوځ د وتنې په کلیزه کښې، په افغانستان کښې د هغوي د ماتې اصلي لامل بیان کړ او ویې ویل: افغانانو د خپل هیواد د آزادۍ او ساتنې لپاره له هیڅ ډول سرشیندنې مخ نه دی اړولی.
اشرف غني زیاته کړه: په شوروي ځواکونو باندې د خلکو د بریا یوه وجه اتحاد او یووالی و نو په دې وجه په افغانستان کښې ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو لپاره هم ټول باید یوموټي شي.
د افغانستان ولسمشر په عین حال کښې خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په دریمه نیټه شوروي ځواکونه افغانستان ته ننوتل او بلآخره د دغو ځواکونو وروستۍ ډله د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶ نیټه له افغانستانه ووتله.