يونس قانوني په وړومبي ځل د عطامحمد نور په ملاتړ څرګندونې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i65893-يونس_قانوني_په_وړومبي_ځل_د_عطامحمد_نور_په_ملاتړ_څرګندونې_وکړې
محمد یونس قانوني په وړومبي ځل د عطامحمد نور په ملاتړ څرګندونې وکړې او حکومت يې د خلکو په نارضایتۍ ملامت وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2018 09:38 Asia/Kabul
  • يونس قانوني په وړومبي ځل د عطامحمد نور په ملاتړ څرګندونې وکړې

محمد یونس قانوني په وړومبي ځل د عطامحمد نور په ملاتړ څرګندونې وکړې او حکومت يې د خلکو په نارضایتۍ ملامت وباله.

د افغانستان د جمعیت اسلامي لوړ پوړي غړي محمد یونس قانوني د روسي شکست د نهه ویشتمې کالیزې په مناسبت پرون په یوه غونډه کې وویل، د عطامحمد نور دریځ دا په ډاګه کوي چې خلک له حکومته زړه توري دي.

هغه وویل که دې خفګان ته د ارګ له لوري پاملرنه ونه شي نو هېواد به «له بحران سره مخ شي.»

يونس قانوني چې تر اوسه د ارګ او بلخ په ناندرۍ کې تر رسنیو نه و راغلی، پخپلو خبرو کې حکومت دې ته متوجه کړ، چې د خپلو نیمګړتیاوو د پوره کولو هڅه دې وکړي.

هغه د راتلونکو ټاکنو نېټه د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ ۱۶مه نه بدلېدونکې وبلله او ويې ویل، که حکومت په یاده نېټه پارلماني ټاکنې ترسره نه کړي ګڼې ستونزې به وزېږوي.

د شنونکو په باور ګډ حکومت پخپله د قانون خلاف رامنځته شوی دی، ځکه خو د خپل حکم تطبیق هم نه شي کولی او یو تن کولی شي چې ټول نظام وننګوي.