د ارګ د امر نه منونکو پر ضد دې عملیات وشي
د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال وايي د حکومت هغه مامورین چې له مرکزي حکومته سر غړوي پر ضد يې باید عملیات وشي.
د افغانستان د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، هغوی چې د مرکزي حکومت حکم نه مني؛ حکومت يې باید پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي.
صدیقي رسنیو ته ويلي که حکومت د دې سرغړوونکو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي نو ګڼ مامورین به يې پر پلونو پل کېږدي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د سمنګان څنګته کړی شوي والي عبدالکریم خدام د ارګ حکم بې ارزښته ګڼلی او د دندې پرېښودل يې د خلکو او جمعیت ګوند په اراده پورې تړلي بللي.
د خدام مرستیال په ورته وخت کې ګواښ کړی، چې که حکومت د پوځي اقدام نیت ولري نو سخت غبرګون به وويني.
د خدام له انکاره وروسته، په کابل ښار کې د ننه د یوویشتمې امنیتي حوزې آمر شا وزیر هم د خپلې دندې د پرېښودو په تړاو د حکومت حکم وننګاوه.
تېره ورځ د نوي آمر د معرفۍ لپاره د امنیه قومندانۍ پلاوی د دې حوزې له دروازې وشړل شو، خو نن د یوې معاملې له مخې دندې پرېښودو ته تیار شو. هغه د امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیالي ومنله او یوویشتمه حوزه يې نوي امر ته پرېښوده.