په کابل کښې د عطامحمد نور په ملاتړ غونډه وشوه
کابل ښار کې په سلګونو ديني علماو او مدني فعالانو د يوه لاريون په ترڅ کې د ملي يووالي حکومت مشرانو پر وړاندې د عطامحمد له دريځ ملاتړ وکړ او په سوله ييز ډول يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د افغان سرچينو له مخې دغه لاريون پرون "د بدلون لپاره همپالنه" دفتر له لوري د "د ملي يووالي حکومت د کار دوام يا پاى" تر نامه لاندې ترسره شو.
د يادو مراسمو يوه ګډونوال مولوي عظيم الله د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ رامنځته شوې ستونزې ته په اشارې سره وويل: "حکومت بايد په زور پر خلکو حکومت ونه کړي، د هېواد په تاريخ کې زورواکي نظام نه دى پاتې شوى او نه به پاتې شي."
هغه زياته کړه: "حکومت بايد په نړيوالو او ملي مسايلو کې له عالمانو سره سلا-مشوره وکړي او له خپلو سياسي رقيبانو سره بايد د خبرو اترو له لارې لاړ شي او زورواکي ونه کړي."
ياد ديني عالم وويل: "د ارګ په وړاندې د عطا له دريځه ملاتړ کوو او تر وروستۍ سلګۍ هم د هېواد له ملي ګټو دفاع کوو."
د لغمان د عالمان شورا غړي مولوي مفتي الفت الله وويل: "د هېواد اوسنى وضعيت د هېوادوالو لپاره د اندېښنې وړ دى او حکومت بايد له کړکېچ څخه د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي."
هغه زياته کړه: "په يوه يا څوک کسانو حکومت نه کېږي، بايد ټول قومونه په کې شامل وي، خو خلک هغو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې حکومت تر خپل انحصار لاندې راولي."
مولوي الفت الله زياته کړه: "موږ د استاد عطا له دريځ ملاتړ کوو او له هغه سره څنګ ترڅنګ ولاړ يو او هغو کسانو ته چې رښتيني مشران له صحنې وباسي، پيغام دا دى چې ځانونه دې له خلکو سره نه مخامخ کوي."