په افغانستان کښې سياسي مخالفانو ته د اشرف غني خبردارے
افغان ولسمشر يو ځل بيا سياسي مخالفانو ته خبردارے ورکړ چې چا ته د ګواښ او يا له اقتدار څخه د استفادې اجازه نه ورکوي.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې اشرف غنی پرون په کابل کښې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د فارغ التحصيلانو په مراسمو کښې وويل: په اساسي قانون کښې د ولسمشر په توګه يې د کار د ختمېدو وخت ټاکل شوے دے او د هغه په بنياد به له اقتداره څنګته کيږي.
هغه زياته کړه: د افغانستان د ثبات او ترقۍ د ټينګښت لپاره د قوت استعمال پکار دي د افغان امنيتي ځواکونو لخوا ترسره شي نو په دې بنياد چا ته د ګواښ کولو يا له اقتدار څخه د استفادې اجازه نه ورکوو.
افغان ولسمشر تاکيد وکړ: د دغه هېواد امنيتي ځواکونه د جنګ په ميدان کښې له ترهه ګرو ډلو سره جنګ ته تر وروستۍ کاميابۍ پورې دوام ورکوي.
اشرف غني واضحه کړه، د افغانستان دښمنانو ته د کابل د حکومت پېغام دا دے چې په دغه هېواد کښې به هيڅ کله خپلو سپېرو اهدافو ته ونه رسيږي.له دې مخکې د افغانستان ځينو چارواکو او سياسي او مذهبي شخصيتونو د دغه هېواد ولسمشر ته خبردارے ورکړے ؤ چې د هغه په غلطو سياستونو باندې په اعتراض کښې به لاريونونه وکړي.
البته د افغانستان د حزب جمعيت اسلامي اجرائي مشر عطا محمد نور تېره ورځ د ملي مصلحتونو او د نړيوالې ټولنې د غوښتنې په وجه د دغو لاريونونو د ځنډولو خبر ورکړ.