په ارزګان کې له تښتول شوو نهه کسان خوشې شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i66593-په_ارزګان_کې_له_تښتول_شوو_نهه_کسان_خوشې_شوی_دی
د افغانستان د ارزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقوی عمری نن په یولړ څرګندونو کې ویلی، دغه نهه کسان ّرون مازدیګر د قومی مخورو په منځګړیتوب سره خوشې شوی، خو لا هم ګڼ نور د طالبانو په واک دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2018 10:54 Asia/Kabul
  • په ارزګان کې له تښتول شوو نهه کسان خوشې شوی دی

د افغانستان د ارزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقوی عمری نن په یولړ څرګندونو کې ویلی، دغه نهه کسان ّرون مازدیګر د قومی مخورو په منځګړیتوب سره خوشې شوی، خو لا هم ګڼ نور د طالبانو په واک دی.

زمونږخبریال د خبرو  افغان سرچینو له قوله را پور راکړ  دافغانستان  د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتی چارواکی وایی، د دغه ولایت او کندهار ترمینځ په  لوئې لارې کې له  هغو مسافرانو چې دوه ورځې مخکې طالبانو له ګاډی کوز کړی وو، پرون ناوخته ئې نهه کسان   خوشې شوی او پاتې نور یې لا هم د طالبانو په بند کې دی .

د افغانستان د  ارزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقوی عمری نن په یولړ څرګندونو کې  ویلی، دغه نهه کسان ّرون مازدیګر د قومی مخورو په منځګړیتوب سره خوشې شوی، خو لا هم ګڼ نور د طالبانو په واک دی.

عمری وئیلی دی ، دغه برمته شوی  مسافران  د کندهار اړوند په  سبزل سیمه کې د مولوی عزتا... په نوم د طالبانو د یو ځای قوماندان په لاس تښتول شوی دی.

بل‌خوا د کندهار امنیتی چارواکی وایی، د کندهار-ارزګان په  لویه لار د برمته شویو مسافرو د پلټنې په موخه په  پیل شو عملیاتوکې  ۱۲ وسله‌وال وژل شوی او ۲۵ نور ټپیان شوی دی.

د کندهار د پولیسو ویندوی ضیا درانی هم نن وئیلی دی ، پولیسو پرون  د کندهار-ارزګان پر لویه لار د شاه ولی‌کوټ ولسوالۍ په سرخ بېد او چنار سیمو کې دنولسوبرمته شوو عامو خلکو او پولیسو د خوشی کولو په موخه عملیات پیل کړی چې په  دغو   سیمو کې د وسله‌والو طالبانو له مقاومت سره مخامخ شوی چې یو شمیر وسلوال پکې مړه او ټپیان شوی هم دی .