محمد محقق د اشرف غني پر حکومت نیوکه وکړه
Mar 04, 2018 17:14 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجراييه رییس دویم مرستیال په تلویحي توګه د اشرف غني د حکومت په کړنلارې نیوکه وکړه.
د کابل نیوز د رپورټ له مخې محمد محقق د خلکو او حکومت ترمینځ د اړیکو او ملګرتیا د پياوړتیا ضرورت ته په اشارې سره د خلکو غوښتنو ته د حکومت جدي پاملرنه د افغانستان د امنیت او ګټو د برابرولو لپاره په ټولنه کښې د همپالنې د زیاتیدو لامل وبلله.
د عبدا... عبدا... دویم مرستیال همداشان وویل: کوم حکومتنه چې له خپلو خلکو لرې کیږي، دوام نه مومي.
له دې مخکښې هم د افغانستان ځینو سیاسي او مذهبي ګوندونو او شخصیتونو د کابل په شمول د یوشمیر ښارونو د امنیت په تامینولو کښې د اشرف غني پر حکومت نیوکه کړې وه.
ټیګونه