افغان حکومت د حکمتیار په طرحې سترګې پټې کړې دي
د افغانستان حکومت د سولې په اړه د حکمتیار طرحه نادیده نیولې او دا يې د هغه شخصي نظر ګڼلی دی.
ګلبدین حکمتیار تازه له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې که طالبان اساسي قانون ومني نو هغوی ته دې ځينې سیمې د امن په نوم ورکړل شي.
د دې ګوند یو ویاند حمید عزیزي ويلي، چې دا طرحه يې ارګ ته هم سپارلې او دعوه يې کړې وه چې ورسره منل شوې ده.
په ارګ کې د مطبوعاتو سرپرست شاه حسین مرتضوی وايي، د سولې په اړه د حکومت طرحه او نظر د کابل پروسې په دویمه ناسته کې اعلان شو.
د هغه په خبره په دې تړاو د ځينو اشخاصو یا سیاسي بنسټونو نظرونه د هغوی خپل دي، حکومت خپل دریځ اعلان کړی دی.
ارګ د کابل پروسې په ناسته کې پر طالبانو غږ وکړ چې بې له کوم قید او شرطه خبرو ته تیار دي.
تر دې ناستې یوه ورځ وروسته په کابل کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال نېکولسن وویل، چې دوی به جګړې ته دوام ورکړي چې ورسره ارګ هم دا خبره تکرار کړه او ويې ویل د زور له لارې به مخالفین سولې ته اړ کړي.
د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي، د کابل پروسې ناسته کې د ولسمشر خبرې یوازې یوه دوکه وه او په وینا يې هغه د لته د ټرمپ د ستراتېژي د تطبیق لپاره یو «اجرتي او قراردادي» دی.