د افغانستان په کابل ولایت کښې چاودنې دوه تنه وژلي دي
Mar 18, 2018 16:02 Asia/Kabul
د افغانستان د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کښې د یوې چاودنې له امله دوه تنه مړه شوي دي.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند وویل: دا بم نن سهار د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کښې وچاودید چې له امله یې دوه تنه مړه شوي او یوشمیر نور زخمي شوي دي.
نصرت رحیمي زیاته کړه چې په دې چاودنه کښې وژل شوي او زخمي شوي کسان ټول ملکي وګړي وو.
نن همداشان د کابل په شهید مزاري لویه لاره باندې د لاسي بم د چاودنې له امله هم د څلورو ښځو په شمول شپږ ملکي وګړي زخمي شوي دي.
د دې دواړو چاودنو پړه لا چا نه ده منلې.
ټیګونه