دپاکستان له خوا د مثبتو اقداماتوهیڅ نښه نښانه نه ښکاری
په افغانستان کې د امریکائی ځواک د قوماندان دغه څرګندونې په داسې حال کې دی چې د افغانستان تقریبا درست ولس اوسیاستوالان په دې اند دی چې په افغانستان کې د جنګ جګړو اوتاؤتریخوالو پخپله ا مریکایان لامل شوی دی او همدغه امریکایان دی چې په افغانستان کې ئې د داعش ترهه ګرې ډلې لپاره د شتون فرصتونه برابر کړی
زمونږ خبریال دخبروسرچینو له قوله راپور راکړ په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواک عمومی قوماندان جنرال نیکلسن نن په کابل کې د ناټو په روزنیز مرکز کې د نوی لمریز کال په مناسبت په یولړ دستورو کې ووئیل ، تر اوسه پورې دافغانستان دسولې او ثبات په اړه د پاکستان له خوا د مثبتو اقداماتو نښې نښانې نه دی لیدل شوې او نه هم په افغانستان کې تاوتریخوالى کم شوى دى.
جنرال نیکلسن ټولو افغانانو ته د نوی لمریز کال په مناسبت دمبارکۍ په وئیلو سره هیله ښودلې ، نوى کال د افغانانو د خوښۍ، سوکالۍ، سولې او ثبات کال وی.
هغه زیاته کړی افغان ولسمشراشرف غنی وسله والو طالبانو ته د سولې ښه او مثبت وړاندیز کړى، څو په دغه هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شی.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې موږ به ترهغو له تاسو سره یو چې تاسو یې غواړئ،ووئیل په راتلونکی کال کط به هم جنګ جګړې دوام وکړی،خو د دې تر څنګ به د سولې لپاره هم ټول اړخونه خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوی.
د هغه په وینا، د ترهګرو ډلو ملاتړ د هېچا په ګټه نه دى.جنرال نیکلسن ویلی ، د داعش ٨٠ سلنه وسله وال د پاکستانی طالبانو پخوانی غړی او پاتې ٢٠ سلنه نور یې د ازبکستان داسلامی تحریک او ځینو نورو ډلو غړی دی.
نوموړی د پاکستان په اړه وویل چې له تېرې څه مودې راهیسې له دغه هېواد سره د امریکا پوځی او ډیپلوماتیکی اړیکې زیاتې شوې دی،خو تر اوسه د پاکستان له خوا د مثبتو اقداماتو کومې نښې نښانې نه دی لیدل شوې، امریکا او افغان حکومت دواړو پاکستان ته د خپلو غوښتنو لېستونه ورکړی، خو د هغوى له خوا تر اوسه کوم مثبت اقدام او ځواب نه دى ورکړل شوى او نه هم په افغانستان کې تاوتریخوالى کم شوی دى.
په افغانستان کې د امریکائی ځواک د قوماندان دغه څرګندونې په داسې حال کې دی چې د افغانستان تقریبا درست ولس اوسیاستوالان په دې اند دی چې په افغانستان کې د جنګ جګړو اوتاؤتریخوالو پخپله ا مریکایان لامل شوی دی او همدغه امریکایان دی چې په افغانستان کې ئې د داعش ترهه ګرې ډلې لپاره د شتون فرصتونه برابر کړی او هماغه راز غواړی دافغانستان په درستو سیمو کې داعشیان پنجې پیاوړی کړی او له دغه تکفیری ترهه ګرې ډلې دخپلو سپیرو موخو لپاره ناوړه استفاده وکړی ،ځکه دغو ترهه ګرو په سورئې او عراق کې درنده ماته خوړلې او اوس ئې دهغوی دغونډولو لپاره افغانستان خوښ کړی دی.