کندهار کښې د پولیو یوه بله پيښه رامینځته شوه
له دې وړاندې یوه پېښه د کندهار ولایت په سپین بولدک او دوه پېښې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې وې.
په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه بله پېښه ثبت شوې او له دې سره په روان کال کې په همدې ولایت کې د پولیو د پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو.
تر دې وړاندې یوه پېښه په سپین بولدک او دوه پېښې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې وې.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند یو مسئول ډاکټر عبدالشکور نصرت رسنیو ته وویل، د پولیو تازه پېښه د دغه ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په باغکې سیمه کې ثبت شوې ده.
هغه زیاته کړه، د پولیو په ناروغۍ اخته شوی ماشوم نهه میاشتې عمر لري چې لامل یې په دغه ولسوالۍ کې پر واکسناسیون بندیز دی.
د نوموړي په وينا، دا په روان ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو څلورمه پېښه ده چې په کندهار ولایت کې رامنځته کېږي.
په خاکرېز ولسوالۍ کې د پولیو دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په ګاونډ شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم د پولیو یوه پېښه ثبت شوې وه.
د ډاکټر نصرت په خبره، دلته د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو زیاتېدل د خطر زنګ دی.
نوموړي د کندهار شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېش او غورک ولسوالۍ یادې کړې چې له تېرو اتو نهو میاشتو راهیسې په کې د پولیو د واکسین کمپاین نه و شوی چې له امله یې تر ټولو ډېرې پېښې په شاولیکوټ کې رامنځته شوې دي.
خو دی وايي چې اوسمهال له خاکرېز پرته په ټولو ولسوالیو کې د پولیو د واکسیناسیون کمپاین پلی کېږي.
ده خبر ورکړ چې په دې اړه د سیمې د مخورو په وساطت له وسله والو سره خبرې شوې دي او تمه ده چې په خاکرېز کې به هم د پولیو د واکسیناسیون د پلي کېدو اجازه تر لاسه کړي.