آیا د افغانستان حکومت روا والی لري؟
مشروعیت او رواوالی یوازې په شعار ورکولو سره نه ترلاسه کیږي بلکې باید په عمل سره احساس شي.
د تهران راډیو سیاسي مبصر لیکلي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر امریکې ته په سفر کښې د امریکا غږ صدای آشنا راډیو سره په یوه مرکه کښې له طالب ډلې سره د صلحې د خبرواترو په هکله یولړ څرګندونې وکړې. هغه د دې پوښتنې په ځواب کښې چې طالبان ولې له امریکې سره مذاکرات کول غواړي خو د افغانستان له حکومت سره له خبرواترو ډډه کوي، وویل: طالبان سیاسي موخه لري او هغه دا ده چې د افغانستان د حکومت سیاسي روا والی تر پوښتنې لاندې راولي، خو افغان حکومت به هیڅکله پرې نږدي چې مشروعیت یا روا والی یې چې د خلکو په رایو سره ترلاسه شوی دی، تر پوښتنې لاندې راشي.
د ښاغلي اتمر دا خبره په ځاې ده. طالبان په جار وايي چې د کابل حکومت د جنګ او صلحې اختیار نه لري، معنا یې دا ده چې طالبان د افغانستان حکومت د یوې مسئولې او جایزې ادارې په توګه نه مني. دا چې د طالبانو استدلال څومره په ځاې دی او څومره بې ځایه، یو بیل بحث دی خو ښه به دا وي چې د افغانستان د حکومت څرنګوالي وڅیړو. که له طالب ډلې سره د صلحې په لړ کښې کوم بحث هم مطرح نه وي، آیا افغان حکومت د هیواد د روانې وضعې په دوام سره خپل روا والی ساتلی شي؟
ښاغلی حنیف اتمر وايي چې د افغانستان حکومت د خلکو په رایو سره جوړ شوی دی حال دا چې ټولو نړیوالو ته معلومه ده چې دا حکومت د افغانستان د اساسي قانون په اپوټه د امریکې د پخواني خارجه وزیر جان کیري په مینځګړیتوب سره جوړ شوی دی، نو آیا دا شان یو حکومت په رښتیا روا والی لري؟ پر دې سربیره، د افغانستان ولسي جرګه او د مشرانو جرګې زیاتره غړي واقعاً مشروعیت لري؟ څه باندې دوه کاله کیږي چې کاري پړاؤ یې ختم شوی دی او د انتخاباتو له ترسره کولو پرته، په غیر قانوني توګه خپل کار ته دوام ورکوي او همداشان د افغانستان د جنګ یا صلحې واک، د دغه هیواد د حکومت په لاس کښې دی؟
د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کښې د د ایرة المعارف برخې د مشر استاد حبیب ا... رفیع صیب په وینا، چې له تهران راډیو سره یې ټیلیفوني مرکه کوله، دا امریکا ده د افغانستان او سیمې لپاره سټراټیجي اعلانوي او د افغانستان حکومتي چارواکي یې مجبوراً ملاتړ کوي. په یو داشان حالت کښې به د افغانستان حکومت څومره جایز وي؟
البته دا یوه بیله موضوع ده چې د افغانستان خلکو د یو داسې نیمګړي حکومت بدیل هم نه لري خو د حنیف اتمر په شمول د افغانستان د حکومت ټول چارواکي پوهیږي چې که یو بنیادي او ژور بدلون رامینځته نه کړي نو طبیعي ده چې حالات به یې له کنټروله ووځي. مشروعیت او رواوالی یوازې په شعار ورکولو سره نه ترلاسه کیږي بلکې باید په عمل سره احساس شي.