دسیمې درست هیوادونه دې له ترهه ګروډلوسره کلکه مبارزه وکړی
افغان ولسمشر د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې د سیمې او نړۍ هېوادونو ملاتړ مهم وباله او ویې ویل چې د نړیوالې ټولنې له همکارۍ پرته د سولې رامنځته کېدل ناشونی دی او د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړی.
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی نن دازبکستان په تاشکندکې د افغانستان په باب د سولې په نړیوالې غونډې کې پخپلې وینا کې ټینګار کړی ، په هېواد کې روانه جګړه د افغانستان د موقعیت پر سر ده او په دې اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع ډېره مهمه ده.
هغه پخپلې وینا کې روښانه کړې ، له ترهه ګرۍ سره مبارزه له افغانستان سره اړه نهلری او دسیمې درست هیوادونه باید له ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې لپاره کوټلی هڅه وکړی.
افغان ولسمشر پخپلې وینا کې همداراز ترهه ګرې ډلې دسیمې د درستو هیوادونو لپاره ستر ګواښ بللی او وئیلی ئې دی ، د دغې خطرناکې بلا د جرړو وچولو لپاره سیمه ایز ه اونړیواله اجماع د ورځې یو مهم ضرورت دی .
اشرف غنی ددې خبرې په کولو سره چې افغانستان له نړیوالې ترهه ګرۍسره په مبارزې کې ډیرې قربانۍ ورکړی دی ،روښانه کړې ، افغان امنیتی ځواک تر دې دمه په بیلابیلو عملیاتو کې د داعش ډلې څه دپاسه زر جنایتکار وګړی هلاک کړی دی .د افغانستان ولسمشرهمدرااز دسیمې له هیوادونو سره د یوه ګډ اومنسجم اقتصادڅخه برخمنیدا د کابل دحکومت یوه موخه وبلله او زیاته ئې کړه،د چابهار بندر په څیرګډې پروژې د دغې موخې دپوره کیدا پیلامه دی .
افغان ولسمشر په دې ناسته کې د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې د سیمې او نړۍ هېوادونو ملاتړ مهم وباله او ویې ویل چې د نړیوالې ټولنې له همکارۍ پرته د سولې رامنځته کېدل ناشونی دی او د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړی.
د افغانستان په اړه د تاشکند نړیواله ناسته د هېواد د ۲۰ هېوادونو او یو شمېر نړیوالو موسسو د استازو په شتون سره نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکندکې ترسره شوه. داپه داسې حال کې دی چې له دې مخکې هم دطالبانو ډلې له استازو پرته دسولې په موضوع سره دافغانستان اودسیمه ایزو هیوادونو ترمینځ څو ا ړخیزې څو ځله ناستې شوی دی چې څه خاص نتیجه ئې نه ده درلودلې اوخدای دې وکړی چې دغه ناسته دافغانستان دسولې اوهوساینې لپاره ښه ځیری شی .