افغان ولسمشر له ګازو څخه د برېښنا تولید پروژې قرارداد لاسلیک کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68320-افغان_ولسمشر_له_ګازو_څخه_د_برېښنا_تولید_پروژې_قرارداد_لاسلیک_کړ
د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د بیات پاور برېښنا وېش خدمتونو کمپنۍ د ګازي برېښنا پروژې قرارداد لاسلیک شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2018 00:34 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر له ګازو څخه د برېښنا تولید پروژې قرارداد لاسلیک کړ

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د بیات پاور برېښنا وېش خدمتونو کمپنۍ د ګازي برېښنا پروژې قرارداد لاسلیک شو.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د بیات پاور برېښنا وېش خدمتونو کمپنۍ د ګازي برېښنا پروژې قرارداد لاسلیک شو.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ ماڼۍ خبرپاڼه وايي چې پرون ماښام د جمهوري ریاست په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شویو دغو مراسمو کې ، د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس امان ا... غالب او د بیات پاور شرکت رئیس احسان ا... بیات، یاد قرارداد لاسلیک کړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، یاده پروژه د جوزجان ولایت په یتیمطاق ولسوالۍ کې د ۳۹ میلیون ډالرو په پانګونې جوړیږي او د ۴۰ میګا واټه برېښنا تولید ظرفیت به ولري.

سرچينه زياتوي، یاده پروژه به سلګونو تنو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي او په منځني  ډول به ۳۰ زره کورنۍ او ۱۰۰ منځنۍ او کوچنۍ تولیدي فابریکې ورڅخه برخمنې شي.