افغان ولسمشر: ټاکنې باید شفافي ترسره شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68374-افغان_ولسمشر_ټاکنې_باید_شفافي_ترسره_شي
په پکتیا کې د ځينو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وویل، راتلونکې ټاکنې باید شفافي ترسره شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2018 03:02 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر: ټاکنې باید شفافي ترسره شي

په پکتیا کې د ځينو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وویل، راتلونکې ټاکنې باید شفافي ترسره شي.

د افغان رسنيو له مخې په داسې حال کې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ټاکنو د نېټې د بدلون اعلان پر ټاکنیزې پروسې بې باوري نوره هم پیاوړې کړې ده، هغه له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

محمد اشرف غني پرون د پکتیا مرکز ته د یو ښارګوټي، ګردیز – زرمت د سرک جوړونې او د ارغندۍ – ګردیز تر منځ د برېښنا د غځولو د پرانیستو په هدف هلته سفر وکړ.

هغه پخپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د سولې لپاره سره رایوځای شي او دعوه يې وکړه، چې پخپله يې د کابل پروسې په غونډه کې «بې ساری وړاندیز» کړی دی.  افغان ولسمشر پر شفافو ټاکنو ټينګار وکړ او ويې ویل چې سږ کال به پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې او راتلونکي کال کې به ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.نوموړي په داسې حال کې د ټاکنو پر شفافیت ټینګار کړی او له خلکو يې په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه کړې، چې د ګډ حکومت لپاره ترسره شوې ټاکنې لا هم د ناندریزو ټاکنو په ډول یادېږي.د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ «فیفا» وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو چارواکي له خپلو مسوولیتونو تښتي.د حقوقپوهانو د انجمن ویاند شیرین خان حبیب بیا د ټاکنیزو کمیسیونونو پر تخنیکي ټیم نیوکه کوي او وايي په دې برخه کې يې کارونه هغسې نه دي روان، لکه څنګه چې يې اړتیا لیدل کېږي.