کابل کښې چاودنې درې افغان عسکر ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68512-کابل_کښې_چاودنې_درې_افغان_عسکر_ژوبل_کړل
د افغانستان د پلازمینې کابل په شپاړسمه امنیتي حوزه کې د چاودنې له امله درې تنه عسکر ټپيان شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2018 07:03 Asia/Kabul
  • کابل کښې چاودنې درې افغان عسکر ژوبل کړل

د افغانستان د پلازمینې کابل په شپاړسمه امنیتي حوزه کې د چاودنې له امله درې تنه عسکر ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي چې پېښه نن سهار اوه نیمې بجې شاوخوا د دفاع وزارت د تخنیک او وسلو ریاست ته مخامخ ملي څلور لارې ته نیژدې پر یوه پوځي موټر وشوه.

د نوموړي په وینا په پېښه کې دوه تنه عسکر ټپيان شوي دی.

بلخوا د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ویلي چې د پيښې له ځایه روغتون ته ۳ کسان لیږدول شوي دي.

خو د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په چاودنه کې ۶ تنه عسکر ټپيان شوي دي.

د چاودنې د نوعیت په اړه د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سړک غاړې ته د برېښنا د پایې سره چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو چې د پوځي موټر ور نیژدې کېدو وروسته وچاودېدله.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.