افغان ولسمشر وسلوال طالبان ټاکنو او مناظرې ته راوبلل
افغان ولسمشر اشرف غني، چې پرون خوست ته تلے و، سلګونو کسانو ته یې په وینا کښې وسلوال طالبان صلحې ته راوبلل او دغه رنګ یې بلنه ورکړه چې په ټاکنو کې دې برخه واخلي او مناظرې ته هم ورسره چمتو دے. افغان ولسمشر پرون خوست ته د سفر پرمهال د یو شمېر مهمو پروژو د پرانستې ترڅنګ نن مازیګر د سلګونو خوستیانو یوې غونډې ته وینا وکړه.
اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ولسي جرګې، ولسوالیو شورګانو او بل کال ته د ولسمشرۍ ټاکنې به پخپل وخت او روڼه توګه ترسره شي.
افغان ولسمشر دغه رنګ په ډاګه کړه، چې: د سولې په اړه یې د نړۍ په کچه بي ساری وړاندیز کړے؛ طالبان دې په ټاکنو کې برخه واخلي او قدرت دې ترلاسه کړي.
هغه دغه رنګ طالبانو ته بلنه ورکړه، چې مناظرې ته دې ورسره حاضر شي.
افغان ولسمشر غني، چې په وینا یې د سولې په اړه رښتیني اراده لري؛ وایي: د دښمن بریدونه به مې له دې لارې را ونګرځوي. ان که سر مې هم په کې ولاړ شي.