په کندهارکې په چاودنې کې دپوځ یومهم قوماندان ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i69398-په_کندهارکې_په_چاودنې_کې_دپوځ_یومهم_قوماندان_ووژل_شو
په همداوروستیو کې د افغان پوځ او وسلوالو مخالفانو ترمینځ غلچکی بریدونه او بم چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوی دی ، چې زیاتره پکې عام خلک هم په نښه کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 18, 2018 07:22 Asia/Kabul
  • په کندهارکې په چاودنې کې دپوځ یومهم قوماندان ووژل شو

په همداوروستیو کې د افغان پوځ او وسلوالو مخالفانو ترمینځ غلچکی بریدونه او بم چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوی دی ، چې زیاتره پکې عام خلک هم په نښه کیږی .

زمونږخبریال  راپور راکړ د افغانستان د کندهار ولایت یوې امنیتی سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله،نن سهار  ئې یوې خبری سرچینې ته وئیلی دی ،دغه چاودنه نن له غرمې مخکې کابو نهه نیمې بجې  دکندهار د څلورمې ناحیې   په اړونده سیمه کې دچټک غبرګون  دځواک  دقوماندان جنرال ماما پر ګاډی شوی چې  هغه سره دخپل یو ساتونکی پکې وژل شوی او درې نور پولیس هم ټپیان شوی دی . دخبر تر مخابیره کیدا پورې   ددغې پیښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې  خو وئیل کیږی دغه شان  اقدامات وسلوال طالبان کوی چې  دکندهار پشمول زیاتره  سیمې ئې  ناکراره کړی دی . په همداوروستیو کې د  افغان  پوځ او وسلوالو مخالفانو ترمینځ  غلچکی بریدونه او بم چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوی دی ، چې   زیاتره پکې عام خلک هم په نښه کیږی .

همداراز د افغانستان پوځ   نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ، دفاریاب ولایت  په شاه تپه سیمې کې په یوې پلټونکي پستې   وسلوالو طالبانو بیګا برید کړی ؤ چې  په ځوابي اقدام کې د هغوي  اته کسان او   دغه راز دوه امنیتي ماموران هم په دغې شخړې کې  وژل شوي دي .