ایران او افغانستان سره یو ملت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i69732-ایران_او_افغانستان_سره_یو_ملت_دی
دایران داسلامی ارتباطاتو اوکلتور د ادارې مشر داسلامی نړۍ د آفت په توګه تکفیری اوترهه ګرو ډلو ته په اشارې سره روښانه کړې ، باید د شخصیتونو او عالمانو په لازیاتې ملګرتیا او لازیاتو خبرواترو سره له ټولنې ، د افراطی تفکراتو خطرې لیرې کړائ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2018 10:04 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان سره یو ملت  دی

دایران داسلامی ارتباطاتو اوکلتور د ادارې مشر داسلامی نړۍ د آفت په توګه تکفیری اوترهه ګرو ډلو ته په اشارې سره روښانه کړې ، باید د شخصیتونو او عالمانو په لازیاتې ملګرتیا او لازیاتو خبرواترو سره له ټولنې ، د افراطی تفکراتو خطرې لیرې کړائ شی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د ایران داسلامی  جمهوریت  د فرهنګ   اواسلامی ارتباطاتو  مشر  ابوذر  ابراهیمی ترکمان  په کابل پوهنتون کې د  ایران د کتاب دنندارتون  دپرانیستونکو دستورو ترڅنګ  دایران او افغانستان  ګډو ټکو ته په ا شارط سره  وئیلی دی ،   په درستې  نړۍ کې  دایران او افغانستان په اندازه  هیڅکله هم دوه ملتونه سره دومره  نزدې نه دی   ، او  دواړه هڅه کوی ، دخپلو اړیکو سویه  لازیاته پراخه کړی .

 ابراهیمی ترکمان دافغانستان دملت   په توانمنیو  دخوښۍ په څرګندولو سره  زیاته کړې،  دغه ملت د څو لسیزو جنګ جګړو اوناندریو سره سره  هیڅکله هم د ترینګلتیاؤ په وړاندې تسلیم شوی نه دی ،  او   دخپل دینی لیدتوګې  په اساس  د نجات  لاره  په ډاډ سره تعقیبوی . 

 دایران داسلامی ارتباطاتو اوکلتور  د  ادارې مشر  داسلامی نړۍ  د آفت  په توګه   تکفیری اوترهه ګرو ډلو ته په اشارې سره  روښانه کړې ،  باید   د شخصیتونو او عالمانو  په لازیاتې ملګرتیا او  لازیاتو خبرواترو سره  له ټولنې ، د افراطی تفکراتو خطرې  لیرې کړائ شی .

  دایران دکتاب نندارتون پرون  دافغانستان  په کابل پوهنتون کې پرانیستل شوی او د اپریل تر اته ویشتمې نیټې پورې به دوام وکړی .