اشرف غني او پنس ټيلفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i70092-اشرف_غني_او_پنس_ټيلفوني_خبرې_وکړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکې د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د طالبانو د عملیاتو په شمول پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2018 10:54 Asia/Kabul
  • اشرف غني او پنس ټيلفوني خبرې وکړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکې د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د طالبانو د عملیاتو په شمول پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث او خبرې اترې وکړې.

له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، په دغه هېواد کښې د امنيت ټينګښت د صلحې او ثبات برقراري، له ترهه ګرۍ سره مبارزه د پارلېماني او ولايتي شوراګانو انتخابات د اشرف غني او مائک پېنس د بحث ځينې مهم موضوع ګانې وې.

د امریکې د ولسمشر مرستيال په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې وويل، واشنګټن په افغانستان کښې د پائېدارې صلحې او ثبات تر ټينګښت پورې خپل فوځي شتون ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کښې دي چې د سيمې د سياسي مسائلو زياتره کارپېژاندي په دې باوري دي چې د امريکې فوځي شتون د افغانستان د ناامنۍ او بې ثباتۍ سبب دے.