په افغانستان کښې د بي بي سي ځاي خبريال هم ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i70234-په_افغانستان_کښې_د_بي_بي_سي_ځاي_خبريال_هم_ووژل_شو
د بي بي سي ځاي خبريال نن مازيګر د افغانستان په خوست ولايت کښې ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2018 15:47 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د بي بي سي ځاي خبريال هم ووژل شو

د بي بي سي ځاي خبريال نن مازيګر د افغانستان په خوست ولايت کښې ووژل شو.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ناپېژندل شويو وسله والو کسانو نن مازيګر په خوست ولايت کښې د بي بي سي د پښتو څانګې ځاي خبريال احمد شاه په ډزو سره ووژۀ.

دا د رسنيو لسم کس دے چې نن په کابل او خوست کښې وژل کيږي.

نن سحر په کابل کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د حملې له کبله هم نهۀ تنه خبريالان او فوټوګرافران ووژل شول.

همدارنګ نن په کابل او قندهار کښې د تکفيريانو په حملو کښې د يولسو ماشومانو په شمول له څلوېښتو زيات کسان ووژل شول او د اتو زده کونکو په شمول په لسګونو نور هم ژوبل شول.

دغه چاودنې په داسې حال کښې رامنځته کيږي چې د افغانستان د ولسي جرګې نمائندګانو پرون د دغه هېواد د امنيت په ټينګولو کښې د ناتوانۍ په وجه د اشرف غني په حکومت په نيوکې سره د کابل له حکومته وغوښتل د ترهه ګرو ډلو د حملو مخنيوے دې وکړي.

په تېره څو ورځو کښې د افغانستان مختلفې سيمې د بيلا بيلو چادونو کتونکې وې چې په پکښې په لسګونو خلق وژل شوي دي.