د جرنلسټانو فيډريشن په خبریالانو برید پلان شوے وبلۀ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i70238-د_جرنلسټانو_فيډريشن_په_خبریالانو_برید_پلان_شوے_وبلۀ
د کابل په شش درک سیمه کې د پرله پسې ځانمرګو بریدونو کې چې د ۹ خبریالانو په ګډون ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۴۸ تنه نور ټپیان شول، څو ساعته وروسته د یو شمېر رسنیو او د خبریالانو مدافع بنسټونو مشران د پېښې په ځای کې سره راټول شول او دا برید یې «پلان شوے» وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2018 16:48 Asia/Kabul
  • د جرنلسټانو  فيډريشن  په خبریالانو برید پلان شوے وبلۀ

د کابل په شش درک سیمه کې د پرله پسې ځانمرګو بریدونو کې چې د ۹ خبریالانو په ګډون ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۴۸ تنه نور ټپیان شول، څو ساعته وروسته د یو شمېر رسنیو او د خبریالانو مدافع بنسټونو مشران د پېښې په ځای کې سره راټول شول او دا برید یې «پلان شوے» وباله.

پر خبریالانو په داسې حال کې برید وشو چې په سیمه کې د لومړي ځانمرګي برید د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو.

په دې برید کې د آزادۍ راډیو درې خبریالان، محرم درانۍ، عبدالله حنانزی، سباوون کاکړ، د طلوع نیوز تصویر اخیستونکی یار محمد توخي، د یک ټلویزیون خبریال غازي رسولي او تصویر اخیستونکی نوروز علي، د فرانسې خبري آژانس عکاس شاه مري، د مشعل ټلویزیون خبریال سلیم تلاش او انځور  اخیستونکی علي سلیمي هغه نهه تنه خبریالان دي چې ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د ژورنالیستانو فدراسیون وايي چې په دې پېښه کې ۷ نور خبریالان ژوبل شوي دي.

د فدراسیون په اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې ده راغلې:«دا ترهګریز برید جنګي جنایت او پلان شوی د افغانستان پر رسنیو دی. د دې برید سره د خبریالانو پر وړاندې نور ګواښونه هم شته، خو د افغانستان رسنۍ په جدي توګه اطلاع رسوَنې ته ژمن دي.»

په دې اعلامیه کې د هېوادوالو د امنیت د تامین په اړه د دولت پر بې غورۍ  نیوکه شوې ده:«دا برید د کابل په زړه کې په شنه سیمه کې ښکاره کوي چې حکومت د امنیت په تامین کې کوتاهي کړې ده.»

اعلامیې وړاندې ویلي دي چې له ګډ لیک کې به د افغانستان رسنۍد ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه د دې پېښې څېړنې غوښتنه وکړي.

د افغانستان د ژورنالیستان فدراسیون د غويي لسمه د افغانستان رسنیو لپاره خونړۍ ورځ بولي.

دا پر خبریالانو بې مخینه برید دی چې ترسره کیږي. مخکې له دې نی بنسټ تېر کال د رسنیو لپاره خونړی کال بللی وه.