د افغانستان د حزب اسلامي مشر ترکیې ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i70882-د_افغانستان_د_حزب_اسلامي_مشر_ترکیې_ته_لاړ
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ولسمشر اشرف غني له تیر مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره د ملاقات لپاره ترکیې ته سفر وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2018 03:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حزب اسلامي مشر ترکیې ته لاړ

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ولسمشر اشرف غني له تیر مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره د ملاقات لپاره ترکیې ته سفر وکړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې ټاکل شوې ګلبدین حکمتیار د افغان ولسمشر اشرف غني په حکم په ترکیه کښې له جنرال دوستم سره وګوري او افغانستان ته د هغه د ستنیدو په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي.

په دې وروستیو کښې د افغانستان د سیاسي ګوندونو یوشمیر مشران په ترکیې کښې له جنرال دوستم سره په ملاقاتونو کښې د ملي وحدت له حکومت سره د مقابلې لپاره د سیاسي ائتلاف جوړولو په سر موافقې ته رسیدلي دي.