د افغانستان د رائې ورکونکو د نوم ليکنې مهلت تمديد شو
May 10, 2018 16:04 Asia/Kabul
د افغانستان د پارلېماني او ولايتي شورا ګانو د انتخاباتو د رائې ورکونکو د نوم ليکنې مهلت تمديد شو.
د ايرنا د رپوټ له مخې دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې رائې ورکونکو د نوم ليکنې لپاره د وړومنۍ ټاکل شوې نېټې ختمېدو ته يوه هفته پاتې ده د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن مشر د سياسي ګوندونو او خلقو په غوښتنه دغه مهلت د يوې مياشتې لپاره د تمديدو خبر ورکړ.
ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کښې خبريالانو ته وويل، دغه کمېشن تصويب کړې ده چې د رائې ورکونکو د نوم ليکنې وړومبۍ مرحله چې له ښارونو سره مخصوصه ده د يوې نورې مياشتې لپاره تمديد شي چې ټولو ښاريزو ته فرصت ورکړې شي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره خپل نومونه د انتخاباتو په ټاکل شويو مرکزونو کښې وليکي.
ټیګونه