دافغانستان طالبان په فراه کښې کلابند شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71306-دافغانستان_طالبان_په_فراه_کښې_کلابند_شوی_دی
زمونږخبریال وایی په داسې حال کښې چې دافغانستان د فراه ولایتی شورا دطالبانو لاس ته د دښار د اکثرو سیمو د ورتلو خبر ورکوی خو دفاع وزارت وایی کمکی او هوایی ځواکونه فراه ته رسیدلی دی او حالات تر کنټرول لاندې دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 16, 2018 06:24 Asia/Kabul
  • که چیرې دملي امنیت ودانۍ هم دطالبانو لاس ته ورشي نو د فراه ولایت د مرکز نسکوریدل به هم زیات احتمال ولري .
    که چیرې دملي امنیت ودانۍ هم دطالبانو لاس ته ورشي نو د فراه ولایت د مرکز نسکوریدل به هم زیات احتمال ولري .

زمونږخبریال وایی په داسې حال کښې چې دافغانستان د فراه ولایتی شورا دطالبانو لاس ته د دښار د اکثرو سیمو د ورتلو خبر ورکوی خو دفاع وزارت وایی کمکی او هوایی ځواکونه فراه ته رسیدلی دی او حالات تر کنټرول لاندې دی .

د افغانستان ددفاع وزارت د ویاند ددفتر سرپرست محمد رادمنش پرون وویل طالبان همدا اوس د امنیتی ځواکونو په کلابندۍ کښې دی .

هغه وویل جنګ د اویایمې (۷۰)فرقې په استقامت کښې چې له فراه ښار څخه درې(۳) کلومیټره لیری دی دوام لری او زیاته یې کړه مونږ طالبان په دغه سیمه کښې کلابند کړی دی او  دهغوې اته(۸) کسان مو وژلی دی او درې(۳) ژوبل کړی هم دی .

دفراه ولایت د مدنی فعالانو د وینا پراساس ددغه ولایت دمرکز په خوا کښې جنګ له تیرې شپې راهسې دوام لری خو تر پرون سهار پرونې هیڅ کمکی ځواکونه دغه ولایت ته نه وو رسیدلی .

دافغانستان دفراه ولایت یوه مدنی فعال نصر الله علم ویلی دی د فراه ولایت په مرکز کښې د باغ پل شا وخوا ، دغه راز ریګی ، یزدی او چهار باغ سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی دی .

هغه وویل همدا اوس د ملی امنیت ودانۍ ته نږدې جنګ روان دی .

نصر الله علم وویل که چیرې دملی امنیت ودانۍ هم دطالبانو لاس ته ورشی نو د فراه ولایت د مرکز نسکوریدل به هم زیات احتمال ولری .