دطالبانوپه لاس د افغانستان د۴۰فی صدی خاورې نیوللو خبرې احمقانه دی
دوه ورځې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی وئیلی وو،طالبانو ډله دافغانستان پر څلویښت فی صدی خاورې مسلطه ده او امریکا باید له دغې ډلې سره خبرې اترې وکړی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ د افغانستان دمشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلم یار پرون ددې خبرې په کولو سره چې روسیه له طالبانو ډلې ملاتړ کوی ،وئیلی دی ، دافغانستان په څلویښت فی صدی خاورې د طالبانو دمسلط کیدا په باب دافغانستان په چارو کې د روسیې دځانګړی استازی ضمیر کابلوف ادعا دروغ ده .
هغه همداراز د افغانستان له خارجه وزارته هم غوښتی ، په کابل کې دې د روسیې سفیر د ضمیر کابلوف دناسمو څرګندونو په باب دغه وزارت ته احضار کړی .
دافغانستان دمشرانو جرګې مشر همداراز په افغانستان کې د امریکا په ناکارندوالی په نیوکو سره ووئیل ، امریکا له افغانستان سره پخپل امنیتی تړون کې په کړو خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او هیڅ پابندی ورته نه کوی .
د افغانستان د مشرانو جرګې یوه غړی صفی ا... هاشمی هم د ضمیر کابلوف څرګندونې غیر مسئولانه او لاسوهونکی بللی او زیاته ئې کړې ده ، دکابلوف څرګندونې د افغانستان دملی حاکمیّت دخلاف ورزۍ په معنا دی اوباید افغانستان خارجه وزارت د دغو څرګندونو په وړاندې جدی غبرګون وښئ .
دوه ورځې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی وئیلی وو،طالبانو ډله دافغانستان پر څلویښت فی صدی خاورې مسلطه ده او امریکا باید له دغې ډلې سره خبرې اترې وکړی .