دطالبانوپه لاس د افغانستان د۴۰فی صدی خاورې نیوللو خبرې احمقانه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71790-دطالبانوپه_لاس_د_افغانستان_د۴۰فی_صدی_خاورې_نیوللو_خبرې_احمقانه_دی
دوه ورځې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی وئیلی وو،طالبانو ډله دافغانستان پر څلویښت فی صدی خاورې مسلطه ده او امریکا باید له دغې ډلې سره خبرې اترې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2018 00:30 Asia/Kabul
  • دطالبانوپه لاس د افغانستان د۴۰فی صدی خاورې نیوللو خبرې احمقانه دی

دوه ورځې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی وئیلی وو،طالبانو ډله دافغانستان پر څلویښت فی صدی خاورې مسلطه ده او امریکا باید له دغې ډلې سره خبرې اترې وکړی .

 زمونږخبریال  دصدای افغان خبری آژانس  له قوله راپورراکړ  د  افغانستان دمشرانو جرګې مشر  فضل هادی مسلم یار  پرون  ددې خبرې په کولو سره چې  روسیه له طالبانو ډلې ملاتړ کوی ،وئیلی دی ، دافغانستان په څلویښت فی صدی خاورې د طالبانو دمسلط کیدا په باب  دافغانستان په چارو کې د روسیې  دځانګړی استازی ضمیر کابلوف  ادعا  دروغ ده .

 هغه همداراز د افغانستان له خارجه وزارته هم غوښتی ،  په کابل کې دې د روسیې سفیر  د ضمیر کابلوف  دناسمو څرګندونو  په باب  دغه وزارت ته احضار کړی .

 دافغانستان   دمشرانو جرګې  مشر همداراز  په افغانستان کې د امریکا په ناکارندوالی په نیوکو سره  ووئیل ،  امریکا  له افغانستان سره پخپل امنیتی تړون کې په کړو خپلو ژمنو عمل  نه دی کړی  او  هیڅ پابندی ورته نه کوی .

  د افغانستان د مشرانو جرګې یوه غړی  صفی ا... هاشمی هم  د ضمیر کابلوف څرګندونې  غیر مسئولانه  او لاسوهونکی بللی  او زیاته ئې کړې  ده ،   دکابلوف څرګندونې  د افغانستان دملی حاکمیّت   دخلاف ورزۍ په معنا دی  اوباید   افغانستان خارجه وزارت  د دغو څرګندونو  په وړاندې  جدی غبرګون وښئ .

  دوه ورځې مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې  ځانګړی استازی  وئیلی وو،طالبانو ډله  دافغانستان  پر څلویښت فی صدی خاورې  مسلطه ده او امریکا باید له دغې ډلې سره خبرې اترې وکړی .