په کابل کې دداعش په حملې کې دامریکائی پوځیانوله تجهیزاتواستفاده شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72460-په_کابل_کې_دداعش_په_حملې_کې_دامریکائی_پوځیانوله_تجهیزاتواستفاده_شوې
داعشی تفکیری ترهه ګرو د چارشنبې په ورځ دکابل ښار په پنځلسمې حوزې کې دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت په نوی ودانۍ حمله کړې ، چې له افغان امنیتی ځواک سره په نښتې کې شپږ واړه تکفیری ترهه ګر هلاک شوی او جهنم ته رسیدلی دی . په دغې نښتې کې یو عام افغان اویو پولیس هم ټپیان شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2018 00:50 Asia/Kabul
  • په کابل کې دداعش په حملې کې دامریکائی پوځیانوله تجهیزاتواستفاده شوې

داعشی تفکیری ترهه ګرو د چارشنبې په ورځ دکابل ښار په پنځلسمې حوزې کې دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت په نوی ودانۍ حمله کړې ، چې له افغان امنیتی ځواک سره په نښتې کې شپږ واړه تکفیری ترهه ګر هلاک شوی او جهنم ته رسیدلی دی . په دغې نښتې کې یو عام افغان اویو پولیس هم ټپیان شوی دی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ،   دافغانستان  دکورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش  بیګا په یولړ څرګندونوکې  وئیلی دی ، ریکارډ شوی تصویرونه  ښئ چې  داعشی یرغلګرو  د افغانستان  په کورنیو چارو وزارت  په حملې کې  دامریکائی پوځیانو له  جامو اوتجهیزاتو استفاده کړې ده .  

نجیب دانش زیاته کړې ، هغه ګاډی چې  د داعش تکفیریانو   په دغې حملې کې ورځینی استفاده کړې ، د بهرنیو   عسکرو د ګاډو په شان وو .

 د دغه راپور په اساس د داعشی یرغلګرو   ګاډی  د امریکائی  پوځیانو د ګاډو  د شباهت په دلیل  توانیدلی ، څو  د افغانستان دکورنیو چارو وزارت  ودانۍ ته  نفوذ وکړی . 

 داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  په داسې حال کې  په کابل کې د داخله  وزارت  په ودانۍ په حملې کې  دامریکائی  پوځیانو  له  وردۍ ،  وسلو او ګاډو  استفاده کړې ، چې    ډیری کارپیژاند اوولسی استازو  په کرتو  په ا فغانستان کې دیره امریکائی پوځیان  له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  په ملاتړ تورن کړی دی .  