د افغان ولسمشر په سفر د بلخ د ولايتي شورا اعتراض
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72612-د_افغان_ولسمشر_په_سفر_د_بلخ_د_ولايتي_شورا_اعتراض
د افغانستان د بلخ ولايتي شورا استازيو دغه ولايت ته د افغان ولسمشر اشرف غني وروستے سفر يو نمائشي او يوازې د قدرت ښودنې لپاره وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2018 06:58 Asia/Kabul
  • د افغان ولسمشر په سفر د بلخ د ولايتي شورا اعتراض

د افغانستان د بلخ ولايتي شورا استازيو دغه ولايت ته د افغان ولسمشر اشرف غني وروستے سفر يو نمائشي او يوازې د قدرت ښودنې لپاره وبلۀ.

د افغان آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې د بلخ ولايتي شورا استازيو پرون د دغه ولايت مرکز مزار شريف ته د اشرف غني په سفر باندې په اعتراض کښې وويل، ولسمشر په دغه سفر کښې له خلقو، د دغې شورا له استازيو او سره کتنه ونکړه او دې ته تيار نه شو چې د خلقو مشکلات واوري.

محمد اشرف غني څلور ورځې مخکې په خُلم او مارمُل ولسواليو کښې د ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا کوت د پرانېستې لپاره مزار شريف ښار ته لاړ او وروسته بيا په هيلي کوپټر سره د فوځ د قوماندانۍ مرکز ته لاړ او له فوځي قوماندانانو سره يې کتنه او خبرې اترې وکړې.

د افغان ولسمشر دغه اقدام د بلخ د ولايتي شورا د مشر محمد افضل حديد او د شورا د غړيو له سخت ردعمل سره مخامخ شوے دے.

د اشرف غني له سفره مخکې په بلخ ولايت کښې د برېښنا کوټ د پرانېستې لپاره د انرجې او اوبو د وزير له سفره ممانعت جنجال راپارولے ؤ.

بلخ ولايت ته د علي احمد عثماني له سفر څخه له ممانعته يوه ورځ وروسته  د ارګ ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې اشرف غني خپله مزار شريف ته سفر کوي.