امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتو ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72938-امریکا_له_طالبانو_سره_خبرو_ته_چمتو_ده
زمونږخبریال وایی امریکا ویلی دی چې دافغانستان له طالبانو سره خبرو ته تیاره ده او زیاته کړی یې ده چې دافغانستان مسله باید د هیواد د خلکو له خوښې او د دغه هیواد دمشرانو تر څارنې لاندې وی او دامنیت دټینګولو لپاره د پاکستان مرسته هم ضروری ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2018 01:29 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د سولې په خبرو کښې دپاکستان د اندیښنو ختمول ډیر اهمیت لري .
    په افغانستان کښې د سولې په خبرو کښې دپاکستان د اندیښنو ختمول ډیر اهمیت لري .

زمونږخبریال وایی امریکا ویلی دی چې دافغانستان له طالبانو سره خبرو ته تیاره ده او زیاته کړی یې ده چې دافغانستان مسله باید د هیواد د خلکو له خوښې او د دغه هیواد دمشرانو تر څارنې لاندې وی او دامنیت دټینګولو لپاره د پاکستان مرسته هم ضروری ده .

دافغانستان د حکومت او دطالبانو ترمینځ د څو ورځې موقته اووربند له اعلانیدا وروسته اوس امریکا هم ویلی دي چې دغه هیواد له طالبانو سره خبرو ته چمتو ده  .

دامریکا یوې لوړرتبه چارواکی لیزا کرټس ویلی دی امریکا له طالبانو سره دافغانستان دحکومت استازی توب نه کوی بلکې یوازې په خبرو کښې به ګډون وکړی .

هغې وویل په افغانستان کښې د سولې په خبرو کښې دپاکستان د اندیښنو ختمول ډیر اهمیت لری او مونږ د سولې په زمینه کښې له پاکستانه مرسته غوښتی ده او زیاته یې کړه دسولې په هرډول  خبرو کښې به دپاکستان دګټو خیال وساتل شی .