په افغانستان کښې ټینګ شوی اوربند
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73324-په_افغانستان_کښې_ټینګ_شوی_اوربند
طالب ډلې د کوچني اختر په ورځو کښې د افغانستان د حکومت خلاف اوربند اعلان کړی دی او دا وړومبی ځل دی چې طالبان یوه داسې پریکړه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2018 09:16 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې ټینګ شوی اوربند

طالب ډلې د کوچني اختر په ورځو کښې د افغانستان د حکومت خلاف اوربند اعلان کړی دی او دا وړومبی ځل دی چې طالبان یوه داسې پریکړه کوي.

 

طالب ډلې د کوچني اختر په ورځو کښې د افغانستان د حکومت خلاف اوربند اعلان کړی دی او دا وړومبی ځل دی چې طالبان یوه داسې پریکړه کوي. دغې ډلې خپلو وسله والو ته ویلي دي چې د وړوکي اختر په وړومبیو درې شواروزو کښې دې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو حملې نه کوي. البته د طالبانو په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې امریکايي او د ناټو ځواکونه له دې اوربنده مستثنی دي او بریدونه به پرې کوي.

د افغانستان ولسمشر د تیرې اونۍ په پنجشنبې، د رمضان المبارک له اوویشتمې نه د شوال یا وړوکي اختر تر پنځمې نیټې پورې د طالبانو خلاف یواړخیز اوربند اعلان کړی و او طالبانو هم دوه ورځې پس په یوه خبرپاڼه کښې د ډزبندۍ اعلان وکړ.

د افغانستان حکومت په تیره یوه نیمه لسیزه کښې طالبانو ته په ځلونو د لنډمهاله اوربند وړاندیز کړی و خو دغې ډلې تراوسه اوربند ته غاړه نه کښیښودله. ویل کیي چې طالب ډله نن سبا ډیره ټوټې شوې ده خو بیا هم باوري ده چې بلآخره به جنګ ګټي او په همدې وجه یې اوربند منلی دی، داشان چې ښايي د طالبانو د کویټې شورا د پاکستان له دباؤ سره مخ شوې ده.

د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوې لوړ رتبه سلاکارې لیزا کورټیس ویلي دي چې امریکایان غواړي چې پاکستان له مختلفو لارو رغنده رول لوبولو ته وهڅوي. د امریکې او ناټو ځواکونو هم ویلي دي چې دوي به هم پر دغه اوربند پابند وي.

د دې اوربند تر شا اصلي فلسفه دا ده چې ښکیل لوري د څو ورځو لپاره له جنګه لاس واخلي او ممکنه ده چې دا اوربند تمدید هم شي او ولسمشر اشرف غني به د جنګ د ختمولو په نیت او هدف سره هڅه وکړي چې سیاسي او پوځي خبرې اترې پيل شي. هغه د روان کال د فرورۍ په اتویشتمه نیټه هم طالبانو ته بې له قید او شرطه د مذاکراتو وړاندیز کړی و چې د صلحې خبرواترو ته کښیني. هغه ژمنه کړې وه چې طالبان به د یوې سیاسي ډلې په توګه وپیژندل شي او په کابل کښې دې ځانته دفتر هم جوړ کړي.

کارپوهان باوري دي چې د طالبانو لخوا د اوربند منل د مذاکراتو د پیلیدو نښه ده خو آیا په رښتیا به داسې وشي؟

د روان کال په مارچ میاشت کښې هم طالبانو ته وړاندیز وشه چې د ازبکستان په پلازمینه تاشقند کښې د صلحې په مذاکراتو کښې ګډون وکړي خو طالبانو یې ځواب ور نه کړ، کلونه کیږي چې طالبان له امریکې سره د نیغ په نیغه خبرواترو غوښتونکي دي. هغوي د افغانستان حکومت لاسپوڅی او بې اختیاره ګڼي او په دې وجه له یو داسې حکومت سره خبرواترو ته چمتو نه دي، د طالبانو له نظره د صلحې اصلي واک او اختیار د امریکې په لاس کښې دی.

خو د نیغ په نیغه خبرواترو امکان هم ګران ښکاري او طالبان هم د پخوا په شان یوموټي نه دي، قومندانان یې ویشل شوي دي او ویل کیږي چې شته قومندانان د کویټې د شورا په نسبت د جنګ په میدان کښې زیات اختیارات لري.

حقیقت دا دی چې په اوربند ژمن پاتې کیدل به د طالب مشرانو لپراه یو ستر چیلنج وي او داسې ښکاري چې د کویټې شورا د اوربند موضوع له دغو قومندانانو سره نه وي جاجولې او په خپل سره یې اوربند اعلان کړی وي.

طالبان اوس د پاکستان نه علاوه د روسیې او چین په شان نور ملاتړي هم لري او د جنګ په میدان کښې د افغانستان پر حکومتي ځواکونو برتري لري او په افغانستان کښې د امریکې د پوځي شتون په هکله د ټرمپ اداره هم متفقه نه ده. د هغه د کابینې ځیني غړي په دې نظر دي چې امریکايي ځواکونه دې د طالبانو تر ماتې پورې په افغانستان کښې پاتې شي خو د امریکې په حکومت کښې بله ډله بیا زرترزره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتنې غوښتونکې ده.

د افغانستان جنګ ورځ په ورځ خرابیږي او حکومتي ځواکونه کمزوري کیږي. د ولسوالیو سقوط زیات شوی او د ښځو او ماشومانو په شمول د ملکي وګړو تلفات زیات شوي دي او د ملګرو ملتو د رپورټ له مخې کابو څلور میلیون افغان ماشومان له زده کړې بې برخې دي. له دې نه علاوه وچکلي، کډولي، بې وزلي، د نشه ایزو موادو تولید او په نشه ایزو توکو د روږدو کسانو د شمیر زیاتیدل په افغانستان کښې موجود نور مسائل دي چې که جنګ ختم نه شي او صلحه ټینګه نه شي نو په افغانستا کښې د سترې انساني غمیزې د راتلو امکان زیاتیږي. که څه هم ولسمشر اشرف غني هیله من دی چې د کوچني اختر په ورځو کښې یو اړخیز او څو اړخیز اوربند تمدید او د صلحې سبب کیږي خو دا د امریکې په نیت او ارادې پورې اړه لري چې آیا په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو غوښتونکې ده او که نه؟ ځکه چې د کارپوهانو په وینا، د طالبانو پر ځاې اوس داعش ته پراختیا ورکوي.