عبدالسلام ضعیف: بهرنیان په افغانستان کښې د جنګ د دوام عاملان دي
په اسلام اباد کښې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې ټول افغاني اړخونه اوس پر دې یوه خوله دي چې د روانې جګړې اصلي عامل بهرنیان دي.
نوموړي وویل چې افغان حکومت داعش او طالبانو امریکایان او بهرنیان مستثنی کړي دي او زیاته یې کړه: دا پر دې دلالت کوي چې دواړه اړخونه د بهرنیانو د شتون سره مخالف دي او دوی دواړو لکه اوس چې اوربند سره کړی همداسي کولای شي چې په یوه ګډ نظام کې واوسیږي او په ګډه خپل هیواد جوړ کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دا اوسنی اوربند که څه هم ډېر لنډ دی خو د یوه لوی بدلون پيلامه ده، او د سولې د سیلاب پیل دی.
ضعیف وویل چې د افغانستان حریم به کله هم په بهرنیانو ونه ساتل شي، بلکي د بهرنیانو او ګاونډیانو د مداخلې ښه مخه هغه وخت نیول کیدای شي کله چې ثابت او واکمن نظام ولرو. نوموړي وویل چې افغان که په هره ډله او هر نامه دي ، هغه د خپل هیواد سره مینه لري. نوموړي بیا هم د بهرنیانو پر وتلو ټینګار وکړ او وې ویل چې دا هسي وهم دی چې د بهرنیانو د وتلو وروسته به بیرته په افغانستان کي کورنۍ جګړه پيل شي او له وجې به یې قتل عام پيل شي.ضعیف وویل چې همدا اوس په افغانستان کې هره ورځ ۳۰۰ جنازې پورته کیږي، تر دې به نوره څومره بده ورځ راشي، اوس خو په کار ده چې ددغې خون خرابې مخه ونیول شي، هغه چې د بهرنیانو د وتلو وروسته به څه پيښيږي، هغه خو نامعلومه خبره ده، لومړی باید دغه معلوم قتل عام ودرول شي.